BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:12 گرينويچ 2007 ,23 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مجاهدين: کرزى دې د ملي مصالحې منشور ومني

فهيم
قسيم فهيم وايي له حکومت څخه د مجاهدينو د ليرې کولو هڅې روانې دي
په کابل کې د ولسمشر دويم مرستيال د بشري حقونو دڅار د ډلې په هغه رپوټ نېوکې وکړې چې يو شمير افغان مشران ېې د افغانستان په جگړو او ورانيو کې ښکېل بللي.

کريم خليلي دا خبرې په کابل کې د پخوانېو مجاهدېنو په زرگونو ملاتړو ته ديوې پراخې احتجاجي غونډې په ترڅ کې وکړې .

د غونډې برخه والودمجاهدينو د کړنو او دملي شورا دهغه منشور څخه ملاتړ ښکاره کړ چې له مخې ېې د تيرو ٣ لسيزو دجگړو ښکېلې غاړي له عدلي څارني معاف گڼل شوي . د وى له ولسمشر نه وغوښتل چې دغه منشور د ې توشيح کړي.

دغه غونډه او لاريونونه له کومې ناوړې پيښې پرته تر سره شو، خو افغان امنيتي ځواکونو دبل هر وخت په پرتله دکابل ښار امنيت ټينگ کړى و.

دکابل ښار په ډېرو واټونوکې د نورو ورځو خلاف هغه موټرډېرتر سترگوکېدل چې د پخوانيو جهادي مشرانو عکسونه پرې لگېدلي و.

پر لېږدونکو شعارونه ليکل شوي و چې دوى د خپلو مشرانو څخه ملاتړ کوي . دکابل په غازي لوبغالى کې د مجاهدينوراغونډو شويو په زرگونو پلويانوچې د قومندان مسعود ، عبدالعلېم مزاري ، عبدالرب رسول سياف او محمد قسيم فهېم تصويرونه ېې له ځانه سره ليږدول په يوه خوله ېې دمجاهدينو د ملاتړ شعا رونه ورکول .

غونډې ته مارشال محمد قسيم فهيم په خپلو خبرو کې په ډاگه کړه چې له څو کلونو را پدېخوا له حکومت څخه د مجاهدينود ويستلو هڅې کيږي .

(( د انتقالي دولت له دورې وروسته مجاهدين کرار کرار له صحنې وويستل شواو په افغانستان کې ملي بې باورې رامنځ ته شوه ، جگړې پيل شوې ، دافغانستان دښمنان بيا را ژوندي شول او په دغه هېواد کې يو بحران رامنځ ته شو.))

ښاغلي سياف دملي شورا د طرحې مخالفين د افغانستان جهاد مخالفين ونومول او د ولسمشر دوېم مرستيال کرېم خليلي بيا د بشري حقونو دڅار په ډلې دهغه څه له کبله

د انتقالي دولت له دورې وروسته مجاهدين کرار کرار له صحنې وويستل شواو
فهيم
نيوکې وکړې چې يو شمير افغان مشران ېې د افغانستان په جگړو او ورانيو کې ښکېل بللي .

د دغې غونډې برخه وال تر ډېره د پخوانۍ شمالي ټلوالي غړي و چې په اوسني حکومت کې هم غوښنه ونډه لري .

دوى له ولسمشر کرزي نه وغوښتل چې دملي شورا لخوا تصويب شوې طرحه دې توشيح کړي .

ځينې کسان دغه ډول لاريونونه او غونډې پر ولسمشر کرزې دملي شورا د طرحې د تصويب لپاره د فشار يوه وسيله بولي .

ددغه منشور له مخې په افغانستان کې د تيرو ٣ ليسيزو په جگړو کې ښکېلې غاړې له عدلي او حقوقي څارني معاف گڼل شوي .

دوى ټولوله خپلو تېرو کړنو دفاع وکړه او د بشري حقونو د څار د ډلې هغه رپوټ ېې رد کړ چې د٩٠ لسيزې د جنگي مجرمينو د محکمې غوښتنه يې کړې .

په غونډې کې دمجاهد ينو پر پخوانيو مشرانو سربېره يو شمېر قومندانانو او دملي شورا غړو هم برخه درلوده .

لاريون کونکي چې يوه غټه برخه ېې دکابل دگاونډيو ولايتونو څخه په کاروانونو کې ښار ته راغلي وو ددې څرگندونه کوله چې گواکې تېار دي يوځل بيا دخپلو مشرانو په امر ځانونه قربان کړي .

له غونډې وروسته ېو شمېر لاريون کونکي د امريکې دمتحدو ايالتونو د سفارت په خواکې د ژوندي دې وي مجاهدين شعارونه ېې ورکول خو د پولېسو لخوا دمتحدو ايالتونو د سفارت په گډون ټولې بهرنۍ او کورنۍ ادارې کلکې ساتل کيدې .

د ښار په واټونو او څلور لاروکې په سلگونو پوليس ولاړ دي او گزمې وهي . تردې گړۍ دکومې ناوړه پيښې خبر نه دى ورکول شوي .

داسې ښکاري چې امنيتي ځواکونو دپخوانيو لاريونو دتجربو څخه په گټې اخيستو سره کلک امنيتي گامونه پورته کړي و.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت