BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:55 گرينويچ 2007 ,19 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څيرې او سيمې:کابل هوايي ډګر

دکابل هوايي ډګر

دکابل هوايي ډګر

رابعه ،چې دخپل تره کره ميلمنه راغلې، دهغې دتره زوى فريداونوروهمزولوسره په لوبوبوخته ده، چې ددوو چورلکو(څرخي طيارو)غږ، چې په ډ يرکم لوړوالي او تيزغږ يې له سره تيرې شوې ،دټولو پاملرنه ځانته وراړوي..

ماشومان خپل لاسونه په غوږونو کې ږدي،کله چې الوتکې(طيارې) تيريږي،رابعه د الوتکې د غټوالي او داچې ولې داسې په چټکۍ تيرې شوې له فريد څخه پوښتي.

فريد وايي: (( ددې له پاره چې کور يې هوايي ډګر ته نيژدې دى، هره الوتکه ،چې هوايي ډګرته نيژدې کيږي، دکښته کيدو په موخه ټيټيږي.))

رابعه له فريد څخه د هوايي ډګرپه هکله پوښتي،چې په همدې مهال ګاډيوانه ترور رارسيږي. دګاډيوانې په ليدو ماشومان خوښي څرګندوي. دماشومانو له خوښۍ څخه ګاډيوانه ترور پوهيږي ، چې دماشومانوزړه سيل او ساتېرۍ ته شوى دى.

فريدخاندي او وايي،رابعه د هغوى کورته په ميلمستيا راغلې؛ هغه غواړي هوايي ډګر وويني، چې په دې بانه به هم دهوايي ډګر په هکله مالومات ترلاسه کړي او هم به په جادويي ګاډۍ کې چکرې ووهي.

الوتکې(طيارې)
هوايي ډګر هغه ځاى ته ويل کيږي چې الوتکې ترې پورته کيږي

ګاډيوانه ترور يې مني اودجادويي ګاډۍ په رابللو ټول د هوايي ډګر په لور الوځي.کله چې ګاډۍ دلوړو وريځوپه لور پورته کيږي ، ماشومان ګاډۍ ټينګه نيسي، خوکله چې آموخته کيږي،دګاډۍ الوتنه يې ډيره خوښيږي.

ماشومان د هوايي ډګرپه هکله پوښتي. ګاډيوانه ترور وايي: (( هوايي ډګر هغه ځاى ته ويل کيږي چې الوتکې ترې پورته کيږي او کښته کيږي)) په همدې مهال يوه غټه مسافروړونکې الوتکه وينې چې دجادويي ګاډۍ له څنګه تيريږي.

ماشومان له ګاډيوانې غواړي ، چې له الوتکې مخکې شي. ګاډۍ چټکه کيږي اوغواړي چې له الوتکې مخکې شي، خو رابعه په وارخطايۍ له ګاډيوانې ترورڅخه غواړي ترڅوله احتياط څخه کار واخلي،چې خداى مه که ګاډۍ د الوتکې له وزر سره ټکرنشي.

کله چې جادويي ګاډۍ د مسافر وړونکې الوتکې له څنګه تيريږي، دالوتکې څخه ماشومان جادويي ګاډۍ ته په حيرانتيا ګوري. فريد او رابعه خوښي څرګندوي او د الوتکې مسافرينو ته لاسونه ښوروي.

په همدې وخت کې د رابعې پام کيږي،چې د الوتکې چټکتيا کمه شوې او په هوايي ډګر کې ديوې غټې کرښې پرسر کښته کيږي. ګاډيوانه ترور وايي چې هماغه هوايي ډګر دى.

يو ناڅاپه جادويي ګاډۍ هم ټکان خوري او دهوايي ډګرپه لور کښته کيږي؛ ماشومان وارخطا کيږي،خو ګاډيوانه يې پوهوي چې جادويي ګاډۍ هم کښته کيږي او له هغوى غواړي چې ځانونه ټينګ ونيسي.

ګاډۍ په يوه ډيره لوى ډګر کې راکښته کيږي. ماشومان په ارامۍ له ګاډۍ راکوزيږي او شاوخواته ګوري.رابعه او فريد چې کله د هوايي ډګر پراخوالي اودبرجونو لوړوالي ويني حيرانيږي..

په دې مهال يو تن چې بيرغ يې په لاس کې دى د ماشومانو خواته راځي. ګاډيوانه ترور خپل ځان هغوى ته ورپېژني. وروسته بيا رابعه د برج په هکله د مسوول کس څخه پوښتي. دڅارنې مسوول وايي :

الوتکې(طيارې)
فرزانه له خپلو بيگونواو بکسونو سره د هندوستان د الوتنې په تمه ده

(( دابرجونه چې تاسې يې وينئ ،دڅارنې د برجونوپه نامه ياديږي، چې دالوتکود کيناستلودڅارنې په موخه جوړشوي دي.د مثال په توګه هره الوتکه له کېناستلو مخکې د مخابرې له لارې زموږ سره اړيکې ټينګوي ، چې د الوتنې په کرښه سمه کښېنې ترڅو دنورو الوتکو سره د ټکرمخنيوى وشي.

فريدهوايي ډګر ته دننوتلو د ور لوحه لولي چې پرې ليکل شوي دي : ((د کابل نړيوال هوايي ډګر)) وروسته بيا ټول سره يوځاى د هماغه ځاى په لور حرکت کوي. کله چې ترمينل ته داخليږي د زياتوخلکو سره مخامخ کيږي.

يو شمير يې د خپلو بېگونواوسفري بکسونو سره خپلو الوتنو ته په تمه دي؛ځينې نور بيادخپلو خپلوانو د راتلو انتظار باسي. رابعه له ځينو مسافرينو څخه د هغوى د سفر په هکله پوښتي.

يوه کوچنۍ نجلۍ چې نجيبه نوميږي، وايي چې د خپلې کورنۍ سره د هرات ولايت ته ځي. اکبرمزارشريف ته سفر لري؛ فرزانه له خپلو بيگونواو بکسونو سره د هندوستان د الوتنې په تمه ده؛ همدا راز يو بل هلک چې سليمان نوميږي، غواړي د خپل ورور سره دوبۍ ته ولاړ شي.

لږ ځنډ وروسته له دوبۍ څخه د الوتکې درارسيدو اعلان تر غوږوکيږي.يو تن چې له دوبۍ څخه راغلى فريد ته وايي چې له دوبۍ څخه تر کابله په دريو ساعتونو کې رارسيدلى دى. يو بل هلک چې صمد نوميږي وايي چې هغه له هرات څخه تر کابله په يوه ساعت کې رارسيدلى دى.

ګاډيوانه ترور وايي چې د کابل دنړيوال هوايي ډګرڅخه دولاياتو د الوتنو تر څنګ بهرنيو ملکونو ته هم الوتنې کيږي. وروسته بيا ماشومان دالوتنو له مسوول ښاغلي محبوب سره ګوري او خپلې پوښتنې ترې کوي. مسوول وآيي: ((دمهالويش سره سم مونږ له بيلابيلو هيوادونو ته الوتنې لرو. د مثال په توګه:

د ايران،ترکيې ،هندوستان،جرمني،دوبۍ، مسکو،آذربايجان او ځينو نوروهيوادونوته.)).رابعه د هوايي ډګر د الوتنود مسوول څخه پوښتي چې آيا له ټولو ولايتونو څخه مسافرد تګ په موخه بايد کابل ته راشي؟

مسوول وايي : ((نه لورې،مونږ يو څو نور هوايي ډګرونه هم لرولکه د جلال آباد هوايي ډګر؛ د قندهار ،هرات، مزارشريف او کندز هوايي ډګرونه. ))فريد پوښتي چې په هوايي ډګر کې زياتې الوتکې تر سترګوکيږي ، آيا دا ټولې الوتکې د افغانستان دي؟

مسوول وايي : (( يو شمير الوتکې چې له بهرنيو ملکونو مسافرين راولي ا ونور مسافرين بيايي ،هغه بهرنۍ الوتکې دي چې د هماغه هيواد نښان پرې لګيدلى وي؛خو د کابل نړيوال هوايي ډګر د آرياناافغان هوايي شرکت اودکام اير دخصوصي شرکت يو شمير الوتکې هم لري چې بهرنۍ او کورنۍ الوتنې ترسره کوي.))

کابل نړيوال هوايي ډګر د آرياناافغان هوايي شرکت اودکام اير دخصوصي شرکت يو شمير الوتکې هم لري چې بهرنۍ او کورنۍ الوتنې ترسره کوي.))
ښاغلي محبوب

دالوتکواو هوايي ډګر په هکله د مالوماتودترلاسه کولو وروسته،مسوول کس د ګاډيوانې ترور اوماشومانو سره يوځاى د هغو غرفو په لور درومي چې دمسافرينو کتارونه پکې ولاړ دي. رابعه د خلکو د ګڼې ګوڼې په هکله پوښتي.

ګاډيوانه ترور وايي چې دا د ګمرک څانګه ده،چيرې د مسافرينو بيګونه او بکسونه تلل کيږي.مسوول کس وايي چې هر مسافر کولاى شي تر ٢٠ کيلوګرامو پورې وزن په وړيا توګه له ځان سره يوسي.کيداى شي چې دا شيان جامې وي؛ دخوړلو شيان وي يالوښي ،فرشونه او داسې نور شيان وي.

رابعه پوښتي که وزن له شلو کيلو زيات وي نوبيا څه پېښيږي؟ ګاډيوانه ترور وايي مسافر مجبور دي چې دشلو کيلوڅخه دزيات وزن پيسې ورکړي. وروسته دماشومانو پاملرنه هغه ځاى ته وراوړي ،دمسافرينوپاسپورت اوټکټ کتل کيږي.

د بيلابيلومالوماتو د ترلاسه کولو وروسته رابعه له مسوول څخه دهوايي ډګر د لرغونتوب په هکله پوښتي. ښاغلى محبوب وايي : (( د کابل نړيوال هوايي ډګر نيژدې ٤٠ کاله پخوا په ١٣٤٥ کال د ظاهرشاه په زمانه کې جوړ شوى و ، خودجګړو له کبله يو څه وران شوىدى، چې اوس يې دبيا رغاونې چارې پرمخ روانې دي. ))

ماشومان دهوايي ډګر بيلابيلې برخې ګوري. په هوايي ډګر کې دراز،راز الوتکو الوتل او کښېناستل ورته دومره په زړه پورې دي ، چې غواړي په هوايي ډګر کې پاتې شي؛ خو دګاډيوانې ترورپه اشاره اړکيږي چې دجادويي ګاډۍ په لور حرکت وکړي. د مسوول کس سره تر خداى پاماني وروسته د خپلو کورونو په لور ځي.

هندارهداسرارو پرده
هنداره
يوه ماڼۍ او زردريڅې يوه ماڼۍ او زردريڅې
واوره
 لبلبود بنجاري خورجين
لبلبو
هغه ونه چې مارغان يې نه خوښولد ژوند کيسې
هغه ونه چې مارغان يې نه خوښول
ميراحمد او دلوبو خطرناک ساما نڅيرې او سيمې
ميراحمد او دلوبو خطرناک ساما ن
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت