BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:41 گرينويچ 2007 ,23 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هغه ونه چې مارغان يې نه خوښول

هغه ونه چې مارغان يې نه خوښول
و نه و په تيرو زمانو کې د يوې ليرې پرتې سيمې په يوه کلي کې د اکاسي يوه زړه ونه وه


و نه و په تيرو زمانو کې د يوې ليرې پرتې سيمې په يوه کلي کې د اکاسي يوه زړه ونه وه، چې له نورو ونوجلا او يوازې اوسيدله.

پسرلنى شمال دهغې يوازينى ملګرى و، چې تل به يې ليدو ته راتلو او خپل ټول غمونه يې ورسره شريکول.

د مني يوه ورځ داکاسي زړه ونه خپل نيژدې ملګري(پسرلني شمال) ته غږ کوي او ورته وايي : (( اى پسرلنى شماله،زما نيژدې ملګريه،پوهيږم، چې د ژمي په رارسيدو سره زما شاخونه هم وچيږي او ژوندمې پاى مومي.

ډيردافسوس ځاى دى،چې له دې وروسته به زما ښاخونه دښکليومرغانوپټنځاى نه وي؛نور به مې غوږونه دخواږه غږلرونکو مرغيو آواز وانه وري، خو اوس مې يوه هيله په زړه کې په غوړيدو ده، له تاغواړم ، چې هغه هيله مې په حقيقت واړوې!))

پسرلنى شمال په خپلې ټولې مهربانۍ د زوړاکاسي ښاخونو ته ناز ورکوي او د مرستې وعده ورسره کوي. زوړ اکاسي ورڅخه غواړي چې دهغې يوه دانه (تخم) له ځايه سره يوسي اودنړۍ په ترټولو شنه سيمه کې ي وشيندي ترڅود هغې يوازينۍ نښه د نوروښکلو ونو اوبوټوپه منځ کې سررا اوچت کړي.

پسرلنى شمال د زاړه اکاسي سره خداى پاماني کوي اوخپل سفر پيلوي. دغرونو له سرونو تيريږي؛ له دښتواودريابونو اوړي ترڅو په پاى کې يوې ډيرې ښکلې او سمسورې سيمې ته رسيږي.

پسرلني شمال دهغې وعدې سره سم ، چې داکاسي سره يې کړې وه،داکاسي تخم له کوچنيوونو څخه په يوه ډکه اوشنه سيمه کې اچوي.پسرلنى شمال له ځمکې غواړي چې نوموړې دانه پټه او له وريځې هيله کوي، چې باران پرې واوروي.

کلونه تيريږي خو پسرلنى شمال د خپل انډيوال د وروستۍ نښې څخه تر هغې صادقانه ساتنه او پالنه کوي ترڅودزړې اکاسي ونې تخم دخپلې نشونما ټول پړاوونه وهي اوداکاسي په يوې ځوانې ونې بدليږي چې ګڼ شمير ښاخونه ،پنجې اورېښې کوي.

بياهم پسرلى رارسيږي او پسرلنى شمال راځي ،چې دځوان اکاسي پوښتنه وکړي.ګوري چې ځوان اکاسي لوړه ونه او ښکلي ښاخونه اوپاڼې لري اودنورو ونوپه منځ کې ډيرې نخرې کوي.

پسرلنى شمال داکاسي څنګ ته ورځي؛ ښاخونونه يې نازوي اودهغې دزلفو(پاڼو)ډيره ستاينه کوي؛خو داچې ځوان اکاسي ډيرمغرور دى او پخپل ځان نازيږي له پسرلني شمال سره په خبرو کولو شرميږي اوپه ترخوخبرويې له ځانه شړي.

پسرلنى شمال ګومان کوي ،چې شايد ځوان اکاسي هغه نه وي پېژندلى،خوډيرژرپوهيږي ، چې ځوان اکاسي دزوړاکاسي پرخلاف ډير مغرور اوځان غوښتونکى دى او اصلاًددوستۍاړيکوته هيڅ ارزښت نه ورکوي.

هغه ونه چې مارغان يې نه خوښول

پسرلنى شمال ډيره خپه کيږي اودځوان اکاسي له څنګه تيريږي، خو په داسې ډول له ځوان اکاسي څخه ځي چې هغه ترې خپه نشي ، ځکه د زاړه اکاسي سره يې ژبه کړې وه ، چې دهغه نښې څخه به ښه ساتنه او پالنه کوي.

پسرلنى شمال دېر خوښ وي چې پسرلى کيږي اودمرغانو سيلونه به راځي اودځوان اکاسي په ښاخونو کې به ځالې جوړوي؛ سندرې او نغمې به غږوي او په دې ډول به دزوړ اکاسي ارمان پوره کوي.

خو کله چې بله ورځ په شنه کلي کې دځوان اکاسي څنګ ته ورځي،ترپخوا زيات خپه کيږي. پسرلنى شمال ويني، چې ځوان اکاسي دښارو بچي له خپل ځان څخه شړي او پخپلو ښاخونو کې هغوى ته د کېناستلو اجازه نه ورکوي.

ښاروګانې چې هرڅومره ورته زارۍ کوي ، چې له ډيره ليرې ځايه راغلي هغوى ته دې په خپلو ښاخونو کې ځاى ورکړي، ترڅوکم له کمه ديوې شېبې له پاره دمه وکړي،خوځوان اکاسي د هغوى خبرو ته هيڅ ارزښت نه ورکوي او وايي نه غواړي د هغې څانګې د مرغيو په کېناستلو خرابې شي.

وروسته بيا ښاروګانې پخپلو څانګو وهي اوپه اشاره يې پوهوي، چې نورو ونو ته دې ولاړې شي. په داسې حال کې چې دځوان اکاسي او ښاروګانو تر منځ جګړه دوام لري، پسرلنى شمال رارسيږي او ځوان اکاسي ته نصيحت کوي.

ځوان اکاسي پسرلني شمال باندې په غوسه کيږي او ورته وايي : ((زه ستاسې دچټياتو اوريدلو ته هيڅ اړتيا نه لرم؛ ځئ ورک شئ چې ستاسې له څېرو مې بد راځي! زه غواړم په خپله خوښه ژوند وکړم.))

پسرلنى شمال او ښارګانې نورو ونو ته ورځي. ښاروګانې له ځوان اکاسي څخه پسرلني شمال ته ګېله کوي او وايي کله چې سهار شي ، هغوى به زړې څېړۍ ته ، چې ددې کلي تر ټولو مشره او پخوانۍ و نه ده، ورشي او له ځوان اکاسي څخه به ورته شکايت وکړي.

بله ورځ زړه څېړۍ،پسرلنى شمال او ښاروګانې په خپلو منځوکې سره غږيږي، چې په پايله کې دڅېړۍ زړه ونه غواړي دځوان اکاسي په هکله دشنه کلي د نورو ونو نظر هم ځانته مالوم کړي، نو پسرلني شمال ته دا دنده سپاري.

پسرلنى شمال بياهم ځوان اکاسي ته ورځي او ورته نصيحت کوي، خو په هغه هيڅ تاثير نلري. پسرلنى شمال اړکيږي، چې نورو ونو ته ورشي.د شنه کلي هره ونه د ځوان اکاسي د نامهربانۍ او غرورڅخه داعتراض په توګه خپله يوه ، يوه پاڼه د پسرلني شمال په لاس زړې څېړۍ ته استوي.
په پاى کې زړه څېړۍ پريکړه کوي، چې له دې وروسته دې يو الوتکى هم ځوان اکاسي ته نه ورځي؛ داکاسي شاوخوا ونې دې له ځوان اکاسي سره هيڅ راز خبرې نه کوي؛ پسرلنى شمال دې پرې نه لګيږي او باران کې دې هم پرې نه اوري ترڅو ځان غوښتونکى اکاسي په خپلو تيروتنو او غرورپوه شي.

ټول لاسونه سره يو کوي او دزړې څېړۍ په پريکړه عمل کوي او له ځوان اکاسي سره خپلې اړيکې پرې کوي. ځوان اکاسي په پيل کې يې په هيڅ شي چُرت نه خرابوه ، ورو ، ورو له يواځېتوبه په تنګيږي.

لږ وخت وروسته ځوان او مغروراکاسي ورو، ورو خپله تازه ګي او ښايست له لاسه ورکوي. ښاخونه يې وچيږي؛پاڼې ژيړيږي او توييږي. نور نو مارغان هم ورته نه راځي. پسرلنى شمال هم پرې نه لګيږي او باران هم پرې نه اوري.

منى رارسيږي اودپسرلني شمال راتلل کميږي خو له هغې پريکړې له مخې چې پسرلني شمال دخپل انډيوال سره کړې وه، له ليرې دځوان اکاسي خبر اخلي. د ځوان اکاسي دبدحال په ليدلو ډير خواشينى کيږي. په پاى کې زړې څېړۍ ته ورځي او ترې هيله کوي که امکان ولري د ځوان اکاسي په جزا کې يو څه کموالى راولي!

خو په همدې مهال يو زوړ لرګبه (لرګى ماتوونکى )د خپل زوى سره د خسو ټولو له پاره راځي. د شنه کلي په ټولو ونو کې يې سترګې په وچ اکاسي لګيږي. په تبر باندې د اکاسي شاخونه وهي. اکاسي چيغې وهي او ژاړي خو څوک يې آواز ته غوږ نه نيسي.

ميراحمد او دلوبو خطرناک ساما نڅيرې او سيمې
ميراحمد او دلوبو خطرناک ساما ن
نکريزې څرنګه لاسته راځي ؟داسرارو پرده
نکريزې څرنګه لاسته راځي ؟
د زده کری په لته يوه ماڼۍ او زردريڅې
د زده کری په لته
دبخار ديګداسرارو پرده
دبخار ديګ
جادوګرپـسهد ژوند کيسې
جادوګرپـسه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت