|
څيرې او سيمې: ميراحمد او دلوبو خطرناک ساما ن | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ظفر او حميده چې شايد10 يا11 کاله عمر به ولري ، د کلي د ورانې کلا تر څنګ په لوبو بوخت دي، چې د ظفر سترګې د دکلادديوال ترڅنګ دلوبو په کوم سامان لګيږي، ظفرحميده هم دلوبو دسامان ليدلو ته رابولي ، خو حميده چې کله نوموړى شى ويني د څو شېبو له پاره په چورتونوکې ډوبيږي . ظفر وايي چې چورت وهلو ته حاجت نشته، هر څه چې وي هغه يې را اخلي خو حميده يې منع کوي، او ورته وايي چې هغوى ته په ټولګي کې ښوونکي ويلي چې ناپيژندل شوو شيانو او دلوبو سامانونو ته چې دلارو پر سر پراته وي لاس مه وروړئ، ځکه کيداى شي ناچاودلي شيان وي او ژوبل مو کړي ظفر د حميدې خبرې نه مني او ګومان کوي چې حميده غواړي وروسته نوموړى د لوبو سامان د ځان له پاره واخلي، خو حميده يې په وار وار منع کوي ، چې په دې وخت کې د جادويي موزيک غږ تر غوږوکيږي او په درنګ شېبه کې ګاډيوانه ترور ددوى تر مخ دريږي. ماشومان له ګاډيوانې ترور سره روغبړ کوي او ګاډيوانه ترور ددوى دلانجې پوښتي.ظفر ورته ټوله کيسه کوي او ملامتي په حميدي اچوي چې هغه نه پرېږدي چې يادشوى د لوبو سامان راواخلي. ګاډيوانه ترور د حميدې د خبرو په تاييد وايي چې رښتياهم د لارو پرسر په پرتو شيانو او د لوبوپه سامانونو کې کيداى شي ناچاودلي مواد وي، چې دراپورته کولو په وخت کې يې دچاودنې خطر موجود وي. ظفر بياهم ټينګار کوي چې نوموړى د لوبو سامان بايد را اوچت کړي، خو ګاډيوانه ترور ورته وايي چې هغه د ميراحمدپه نوم يو هلک پيژني چې همداشان يو شي باندې يې د لوبو د سامان ګومان کړى و. ماشومان بې واره کيږي او له ګاډيوانې ترور څخه غواړي چې ژر دې جادويي ګاډۍ را وغواړي او دوى دې د ميراحمد ليدو ته بوځي.
ګاډيوانه خپل جادويي کلمات وايي ، ګاډۍ رارسيږي او ماشومان له ګاډيوانې ترور سره دميراحمد د کور په لور الوزي. ظفر له ګاډيوانې ترور څخه د ميراحمد د کور پوښتنه کوي، ګاډيوانه ورته وايي چې ميراحمد دکابل د شمال په کلکانو کې اوسيږي. حميده پوښتي چې ميراحمدپه څه شى د لوبودسامان ګومان کړى و ؟ ګاډيوانه ترور وايي ښه به وي چې هغوىخپلې پوښتنې تررسيدو وروسته پخپله له مير احمد څخه وکړي. ددوى خبرې لا ختمې نه وي، چې ګاډۍ ورو ورو د ځمکې په لور کښته کيږي او ګاډيوانه ماشومانوته د ځانونو دټينګولو وايي او جادويي ګاډۍ د ميراحمد دوى دکور ترمخ کښيني. ګاډيوانه ترور له ماشومانو سره د ميراحمد دوى کورته ورځي ، چې ميراحمدد خپل پلار سره په سبق ويلو بوخت دى. دميراحمد دوى کورنى د هغوى په ليدلو حيرانيږي. ګاډيوانه ترور تر روغبړ وروسته خپل ځان او ماشومان هغوى ته ورپيژني او له ميراحمد څخه غواړي چې د ماشومانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي. مير احمد ددوىغوښتنه په ورين تندي مني .حميده پوښتي چې په څووم ټولګي کې دى ؟ ميراحمد وايي چې په شپږم ټولګي کې سبق وايي. ظفر غواړي پوه شي چې ميراحمدڅرنګه په کوم ناپيژندل شوي څيز د لوبو دسامان ګومان کړىو او بيا څه ورپېښ شول ؟ ميراحمد په ځواب کې وايي چې يوه ورځ د ترور له ځوى سره په پټيو کې لوبيدل چې د قلم په کچه په يو کوچني شي يې سترګې ولګيدې او ده ورباندې د لوبو دسامان ګومان وکړ او له ځان سره يې په جيب کې کورته راوړ. کله چې کورته راورسيد نوموړى قلم ډوله شى يې له جيبه راوويست او غوښـتل يې چې فنر يې ترې راوباسي ، چې ناڅاپه نوموړى څيز دده په لاس کې وچاوديد ، چې په پايله کې يې خپلې دښې لاس درې ګوتې او يوه سترګه له لاسه ورکړه. حميده پوښتي چې څرنګه وپوهيده چې نوموړى څيز د بم فيوز و؟ ميراحمد وايي چې کله يې خپل پلار ته دهغه نښې نښانې وويلې ، پلار يې و پيژاند چې هغه د بم فيوز و. ظفر پوښتي له ټپي کيدو وروسته يې خپل د ښوونځي اونورکارونه څرنګه سرته رسول؟ ميراحمد وايي چې په لومړي سر کې وروسته له هغې چې ټپونه يې جوړ شول، له کيڼ لاس سره يې خپل کارونه په سمه توګه نه شواى کولاى ،ډوډۍ يې سمه پرې نه شواى خوړاى، ګيلاس او پياله يې پرې نه شواىپورته کولاى،ليک يې پرې نه شوکولاى خودکورنۍ نورو غړو به ورسره مرسته کوله خو اوس له کيڼ لاس سره يو څه عادي شوى دى.
حميده پوښتي چې ضرور به د ښوونځي په سبقونو کې هم وروسته پاتې شوى وي ، هغه يې بيا څنګه کړل؟ ميراحمد يې خبرې تاييدوي او وايي چې دخپلو هم صنفيانو ، ښوونکو اودکور د نورو غړو په مرسته يې په سبقونو کې خپل ځان بيرته ورساوه. په همدې مهال ګاډيوانه ترور متوجه کيږي چې ددوى د خبرو وخت په تماميدو دى ، نو له ميراحمد سره خداى پاماني کوي او بيرته د جادويي ګاډۍ په لور روانيږي. په لاره کې ظفرشکر کاږي چې د لوبوڅيز يې له ځمکې نه و پورته کړى ، کنه نو د ميراحمد په څير به ضرور له کومې بدې پېښې سره مخ شوى واى او له ګاډيوانې سره ژمنه کوي چې نوربه هيڅکله ناپيژندل شوي شيان له ځمکې نه پورته کوي او خپلو انډيوالانو ته به هم دميراحمد دټپي کيدو کيسه کوي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||