|
يوه ماڼۍ او زردريڅې : د ژمي ډېره سړه ورځ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
واوره: دژمي ډېره سړه ورځ ده. دواورې سپين څپولي داسې په ورو،ورو د ځمکې لور ته راروان دې ،چې ته به وايې نداف دمالوچو پاغوندې بادوي. هرڅه په واورو پوښلي ښکاري. ډيوه او جاويد دزرودريڅولرونکې ماڼۍ خواته ورځي، چيرته چې لالومامادخپلوميلمنو په تمه دى.ډيوه له ډيرې يخنۍ ريږدي او په ډيرې سختۍ په لاره ځي. خودجاويد واوره خوښيږي؛ کله يخمالک وهي او کله هم د واورو غونډوسکي جوړوي اوهاخوا دې خوا يې ګوزاروي. وروسته له ډير منزل وهلو ډيوه او جاويد ټاکلي ځاى ته رسيږي او ويني چې لالو ماماد وره په خوله کې ، په داسې حال کې چې کتاب مطالعه کوي، دخپلو ميلمنو د انتظار شيبې شماري.دواړه د لالوماماڅنګ ته ورځي او سلام عليکي کوي.
لالوماما ميلمنو ته د واورې په هکله يو شعر وايي او هغوى دماڼۍ دهليزونو ته ور دننه کوي. سر له دې چې دماڼۍ دهليزونه ښه ګرم دي،خوډيوه بياهم په بخارۍ باندې لاسونه ګرموي. جاويد د واورې ستاينه کوي،ځکه دواورې موسم د هلکانو له پاره د لوبوښه وخت دى.لالوماما د جاويدد خبرو مخه نيسي او په دې بانه هغوى ته يوه دريڅه پرانيزي. دريڅه: لالوماما،جاويداو ډيوه په دريڅه کې قدوس او سردار ويني چې د حکيم بابا سره د واورې په هکله غږيږي.سردار له حکيم باباڅخه پوښتي : (( موږ په مکتب کې لوستي چې ،ددريابونواوبه له واورې څخه لاسته راځي. )) حکيم بابادسرداردخبرو په تاييد زياتوي چې، غرونه په ژمي کې د واورې د ذخيرې ډيره ښه سرچينه ګڼل کيږي.داځکه کله چې په دوبي کې هواګرمه شي ،واورې ورو،ورو ويلي کيږي او د دريابونو اوبه جوړوي. حکيم بابا زياتوي: ((له بله پلوه واورې د باران په څير په ځمکه کې جذبيږي او دڅاه ګانو ،کاريزونواوچينواوبه جوړوي.)) سردار دخپل پلار له خولې وايي ، چې واورې ته د ځمکې بړستن هم وايي. واروه اوريدل وچکالي له منځه وړي. او ځمکې د کښت له پاره تياريږي. حکيم بابا هم د سردارخبرې تاييدوي. قدوس ، چې د کړکۍ خواته ناست دى اودوارې د اوريدو سيل کوي،خپل لاس له کړکۍ دباندې باسي . د واورې يوه دانه د هغه په ورغوي کې لويږي. سردار د واورې دانې ته ګورې او په ډيرې حيرانتيا له ځانه سره وايي : (( واوره څومره پاکه او ښکلې ده ، کاشکې د واورې دانې خبرې کولاى شواى ، تر څويې د خپل ژوند په هکله ماته يو څه ويلى واى .)) په دې وخت کې د واورې دانه په خبرو راځي او وايي : (( که غواړې چې زما په هکله په يوڅه پوه شي نو غوږ ونيسه! څومياشتې مخکې زه ددرياب يو څاڅکى اوبه وم.دنورو ملياردونوڅاڅکو سره هاخوا ديخوا ګرځيدم. د دوبي په يوه ګرمه ورځ لمرډير تيز وځليد؛موږټول څاڅکي ګرم او په بخار بدل شو. دډير سپکوالي له کبله پورته تللو؛بادلګيده او موږ يې هر لورته کاږلو. دومره پورته لاړو ، چې نور موانسانان نه ليدل. له هر لورې د بخارټوټې را تلې او له موږ سره به يوځاى کيدې.کله کله به موږ تلو او دبخار له غټو ټوټو سره به يو ځاى کيدو. کله کله به مو د لمراو کله مو هم د سپوږمۍ او ستورومخونه پټول او شپه به مو زياته تياره کوله؛لکه هماغه شان چې زموږ د بخار ځينې ذرې وايي موږپه وريځو بدلې شوې وو، بادلګيده او موږ رنګارنګ شکلونه غوره کول. نه پوهيږم څو مياشتې په آسمان کې سرګردانه وو ، ترڅوهوا سړه شوه. موږ داسې يو له بله سره مونښتي وو، چې نه مو شو کولاى خپل پښې اولاسونه سره وغځوو؛ځکه مو نو يوځاى حرکت وکړ. زما زړه ډير غوښتل چې باران شم او ځمکې ته بيرته راشم.يو څه وخت تير شو، موږ نيم اوبه وو او نيم هم بخار. کيداى شواى په باران بدلې شو، خو يو ناڅاپه هوادومره يخه شوه چې ټول ولړزيدو. شاوخوا مې وکتل. له يوې څخه مې وپوښتل چې څه خبره ده؟ هغې وويل: اوس په ځمکه باندې ژمى دى. شايد په ځينو سيمو کې هوا ګرمه وي، خودا ناڅاپي ساړه مونه پرېږدي چې باران شو. ماته وګوره زه واوره کيږم، ته هم غواړې چې واوره...
دهغې خبرې پوره نه شوې.؛ واوره شوه او ځمکې ته راغله. په هغې پسې زه او زما په څير نورې په زرګونو ،زرګونو ذرې په واوره بدلې او پر ځمکه واوريدې. کله چې په درياب کې وم ، درنده وم.خو اوس مې وزن لږ شوى دى. د بڼکې په څير الوځم. په يخنۍ هم نه پوهيږم ، په نڅا ، نڅا د ځمکې پر لور راځم. له پاسه مې کتل چې يو هلک خپل لاس له کړکۍ ويستلى او غواړي ما ونيسي. زه هم راغلم او ستا په ورغوي کې کښېناستم. اوس مې ستادلاسونو حرارت خوښيږي او....)) په همدې مهال د واورې ددانې غږ بند شو اودقدوس په لاس کې اوبه شوه. حکيم بابا، قدوس او سردار حيرانيږي اودريڅه هم تړل کيږي. ډيوه او جاويد په تعجب د واروې ددانې خبرې د لالو ماما سره تکراروي. هغوى د واورې د ګټو په هکله سره غږيږي. لالو ماما د خپلو ميلمنو د زياتې خوښۍ له پاره يوه بله دريڅه پرانيزي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||