BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:21 گرينويچ 2007 ,29 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: لبلبو

 لبلبو
د بنجاري خورجين

د بنجاري د خواږه آواز په اوريدو ماشومان له بيلابيلو کوڅوپه منډو منډو ځانونه د هغه څنګ ته رسوي.

په دې منځ کې فرشته هم د خپلې تورې پلاستيکي کڅوړې سره رانيژدې کيږي له بنجاري څخه ګيله کوي چې له ډيره مهاله راهيسې يې د هغه انتظار کاوه خو بنجاري له نورو ماشومانو سره په خبرو او کيسو بوخت و. بنجاري د خپلې هميشنۍ مهربانۍ له مخې وايي : (( هر ماشوم ماته ګران دى،دادى اوس د قادر سره ستا څنګ ته راغلم چې له تا څخه هم يو څه واورم. ))

ددې خبرو په اوريدو فرشته نوره هم زړه وروه کيږي اوپه شوخۍ له بنجاري او نورو ماشومانو څخه پوښتي چې که هر چاوويل چې د هغې په پلاستيکي کڅوړه کې څه دي نوپه کڅوړه کې چې هر څه وو له نوموړي سره به يې شريکوي.

بنجاري له فرشتې غواړي چې يو څو نښې دې يې ووايي. فرشته وايي : (( دخوړو څيز دى، په بيلابيلو رنګونوپيدا کيږي او نرم دى . ))قادر بيړه کوي چې انعام وګټي نوبې له ځنډه وايي چې پوکڼۍ ده. فرشته خاندي او بنجاري د خپلې هميشنۍ اصطلاح په کارولو وايي چې خوبوړى اوبو وړى ، پوکڼۍ خو دخوړوپه توکو کې نه راځي . ددې خبرې په اوريدو ماشومان خاندي.

فرشته د لازياتو نښو په ويلو زياتوي : (( خوږ دى ، ځينې خلک يې دچشک حلال په نامه ترې څکي. )) ماشومان په چورتونو کې ډوب ځي چې بنجاري په ناڅاپي خندا سره وايي : (( دا شى چې تا يې نښې وويلې لبلبو يا چغندر نه دى ؟ ))

د فرشتې خوله له ډيرې خوښۍ څخه نه راټوليږي او په خندا بنجاري ته وايي چې هو لبلبو دى . د پلاستيکي کڅوړې خوله بېرته کوي اوټولو ته لږ لږ لبلبو ورکوي.

قادر چې کله له سور لبلبو څخه يوه ټوټه اخلي او خوري يې د هغه خوږوالى او نرمښت تاييدوي. بنجاري په داسې حال کې چې د ژيړ لبلبو يوه ټوټه يې په لاس کې ده پوښتي : (( آيا پوهيږئ چې لبلبو په کومو رنګونو پيدا کيږي؟ ))

فرشته په داسې حال کې چې د لبلبو رنګونو ته ځير کيږي وايي : ((هغه لبلبو چې پلار مې له هلمند څخه راوړي وو ، سپين، ژيړ او سره يا جګري رنګونه لرل.))

قادر چې د لبلبود کر په هکله نپوهيږي وايي : (( داچې لبلبو دومره غټ دي خداى پوهيږي چې ونې به يې څومره غټې غټې وي! ))

بنجاري خاندي او وايي: (( نا ، لبلبو ونه نلري، لبلبو دپيازواو کچالو په څير په ځمکه کې کرل کيږي. )) قادر بيا په ټوکه وايي : ښه دى چې لبلبو ونه نلري ، ځکه که چيرې لبلبو د چا پر سر را غورځيداى نو د سړي سر يې ماتاوه. ټول خاندي او فرشته زياتوي چې په رښتيا هم اوم(خام) لبلبو ډير کلک وي.

بنجاري د قادر ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې وايي. کله چې د لبلبو فصل ښه ورسيده، هغه له ځمکې راباسي او وروسته تر پرېمنيځلو يې د بخار په مخصوصو ديګونو کې ايشوي، چې کله ښه نرم شو بيا يې په پاک غاب کې په چاقو ټوټه ټوټه کوي او خوري يې .

د بنجاري خورجين

قادر له فرشتې پوښتي چې آيا د لبلبو بيلابيل رنګونه بيلابيل خوندونه هم لري؟ فرشته وايي چې تر هغه ځايه چې هغې څکلي او خوړلي يې دي د لبلبو ټول رنګونه يو شان خوند اومزه لري.بنجاري هم د فرشتې خبره تاييدوي.

قادر بياهم پوښتي چې په لبلبو کې څومره بوره يا شکره ګډوي؟ بنجاري توضيح ورکوي او وايي هغه بوره چې سهار يې له چايو سره خورو له همدې لبلبو څخه تر لاسه کيږي. ماشومان هيښيږي او بنجاري زياتوي چې کله په فابريکه کې له لبلبو بوره لاسته راغله ، پاتې مواد يا تفاله يې بيا څارويو ته ورکوي چې د هغوى د شيدود زياتوالي او چاغښت لپاره ډيره ګټوره ده.

قادر او فرشته د لبلبو په هکله د مالوماتو د ترلاسه کولو له امله ډيره خوښي څرګندوي او ځي چې خپل تر لاسه شوي مالومات خپلو نورو همزولو ته هم ووايي. بنجاري هم خپله خورجين اخلي اود نورو کوڅو په لور روانيږي.

هغه ونه چې مارغان يې نه خوښولد ژوند کيسې
هغه ونه چې مارغان يې نه خوښول
ميراحمد او دلوبو خطرناک ساما نڅيرې او سيمې
ميراحمد او دلوبو خطرناک ساما ن
نکريزې څرنګه لاسته راځي ؟داسرارو پرده
نکريزې څرنګه لاسته راځي ؟
د زده کری په لته يوه ماڼۍ او زردريڅې
د زده کری په لته
دبخار ديګداسرارو پرده
دبخار ديګ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت