|
د استراليا تينس لوبې په انځورونو کې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د تينس لوبو پيل هر کال د استراليا له پرانيستو لوبو څخه کېږي چې په ميلبورن کې د ښځو او سړو د اتلوليو په ترسره کيدو پاى مومي . د استراليا د تينس پرانيستې سيالۍ د دغې لوبې د کارپوهانو په وينا په دې مهمې دي چې اغيز د کال په ترڅ کې پر نورو لوبو هم وي . دغه اتلولۍ د تينس په لوبو کې له هغو څو محدودو سياليو څخه دي چې گټونکي يې د تينس لوبغاړو د لومړي دويم نمبر په څرگندولو کې ډيرې نومرې ترلاسه کولى شي .
په ميلبورن کې له ترسره کيدونکو لوبو سره هوا ياري ونه کړه ، باران د لوبې په دويمه ورځ ځينې سيالۍ وځنډولې
ورښت او لمر استراليايي نندارچيان راونه گرځول .جوپه جوپه نجونې له نورو نندارچيانو سره لوبغاليو ته روانې وې چې دغه په زړۀ پورې لوبې وگوري
د امريکا ويليم خويندو استراليايي نندارچيان د خپلې پياوړې لوبې په ښوولو مايوسه نه کړل
وطن پالو استرالياييانو د لوبو لپاره خپل ملي رنگونه کارولي و ، چا مخونه په خپل بيرغ ځلولي و او چا نوې خولۍ په سر کړې وې
مارتينا هينگز د تينس لوبو يوه له ښو لوبغاړيو څخه گڼل کيږي خو له لوبې تر څخه وخته ووتله او دغه علت دى چې په راستنيدو هر گام په پام اخلي او فکر ورته کوي
لوبه د گټلو او بايللو گډوله ده ، چا گټلي چا بايللي وي ، څو پرځيدلى څوک غوړيدلى
ځينې بيا الوځي ، پر ځان او پر خپلې لوبې دومره ډاډه وي چې له مځکې ټوپ کړي
د سړو د لوبو اول نمبر لوبغاړى راجر فردرر بيا سم الوځي او اخر ولې نۀ د نړۍ تر ټولو تکړه لوبغاړى بلل کيږي دى خو بايد داسې لوبه وکړي چې نور هېښ کړي
د ملبورن په دغو لوبو کې به کله لوبغاړى پر لوبې برلاسى وي کله لوبه پر لوبغاړي | ورسره تړلي نور خبرونه د اروپا د اتلو فوټبال لوبډلو د اتلوليو انځوريز رپورټ19 اکتوبر, 2005 | خبرونه د ښکلا پخوانۍ ملکې اېشورايا راى کوژده وکړه15 جنوري, 2007 | خبرونه په کابل کې واوره ، انځوريز رپوټ26 دسمبر, 2006 | خبرونه د اروپايي سندرو سيالي په انځورونو کې21 مۍ, 2006 | خبرونه بهرنۍ پاڼې بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||