|
کونړ کې د (( غرني زمري )) عمليات پيل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان وسله وال پوځ او نړيوالو ايتلافي ځواکونو د افغانستان د کونړ په ولايت کې د غرني زمري په نامه د طالبانو پر ضد پراخ عمليات پيل کړي دي . په دغو گډو عملياتو کې د افغانستان د ملي ځواک او د ايتلافي ځواکونو لږ تر لږه ١٥٠٠ سر تيرو برخه اخيستې ده چې ٨٠٠ يې افغانان دي . د افغانستان د دفاع وزارت وايي تر اوسه دوى ددغو عملياتو په ترڅ کې د دښمن ٦ تنه وژلي او ډيري زياتې سيمې يې له هغو نه پاکې کړي دي . د دفاع وزارت زياتوي چې د دښمن له خوا ورسره جدې مقاومت نه دى شوى . په کابل کې ددفاع د وزارت وياند نبي اعظيمي وايي دغه گډ عمليات د دفاع د وزارت د هغه ستراتيژيک پلان يوه برخه ده چې له وړاندې نه يې ددښمن د پلان د مخ نيوي او ختمولو په موخه پيل کړي دي . د دفاع د وزارت د وياند ترمخه دا لومړى ځل دى چې سر تېري يې د گډو عملياتو په لو مړۍ ليکه کې جنگيږي او هم په لو مړي ځل د افغانستان د ملي ځواک سر تېري په عملياتو کې له چورلکو نه کار اخلي . کونړ د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى چې دکابل د حکو مت مخاليفين پکې زيات فعاليت لري تيره اوونۍ هم په دغه ولايت کې په يوه ښوونځي باندي د توغنديو په بريد کې ٦ تنه ماشومان دغلته ووژل شول او گڼ شمير نور يې ټپيان شول . | ورسره تړلي نور خبرونه کونړ کې د توغندي بريد ٦ ماشومان ووژل11 اپريل, 2006 | خبرونه د کونړ والي : له موږ سره د ميرنۍ مور چلند شوى11 مارچ, 2006 | خبرونه د کونړ ځنگلونو ته اور پورې شوى دى 23 نومبر, 2005 | خبرونه يوه امريکايي چورلکه په کونړ کې ولوېده10 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||