BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:14 گرينويچ 2005 ,23 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کونړ ځنگلونو ته اور پورې شوى دى

اور
د کونړ په ځنگلونو کې دا څووم ځل دى چې اور لگيږي .
د افغانستان د کونړ په ولايت کې له تيرو څلورو ورځو د کړنگل سيمې پر ځنگلونو اور بل دى چې د ځايي خلکو په وينا يې په سلگونو زره ونې سوځولي دي .

د اور لگيدو علت معلوم نه دى خو خلک وايي چې دغلته د نړيوالو او افغان چارواکو گډ پوځي عمليات روان وو .

ځايي خلک ويره لري چې که د دغۀ اور مخنيوى ونه شي نو ښايي ټوله سيمه اور لولپه کړي .

د چارواکو په وينا ښايي دغه اور د دوه اړخيزو جگړو له امله لگيدلى وي ، چارواکي دا احتمال هم نه ردوي چې طالب اورپکو به د افغان ځواکونو د بريدونو د مخنيوي لپاره دغه اور اچولى وي .

په کونړ کې ځايي واکمن د وسايلو نشتوالى د اور نه وژلو علت يادوي .

په دغه ولايت کې پخوا هم ځنگلونو اور اخيستى دى چې د باران تر ورښته پورې به بليدۀ .

د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې دا څووم ځل دى چې په ځنگلونو اور پورې کيږي .

افغانستان تر١٩٨٠ ميلادې كال پورې د خپلې ټولې خاورې په درې فيصده برخې ځنګلونه در لودل چې اوږدې جګړې او حكومتي بدلونونو د چاپيريال ساتنې او ځنګلونو د وهلو د مخنيوي ادارې له منځه يووړې او په لويه كچه د افغانستان چارتراش لرګي دګاونډيو هيوادونو سوداګريزو بازارونو ته قاچاق شول چې له كبله يې دافغانستان ځنګلونه اوس د هغۀ هيواد د ټولې مځکې صفر اشاريه ٥ برخې باندې ځنگلونه پاتې دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت