BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:51 گرينويچ 2006 ,11 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کونړ کې د توغندي بريد ٦ ماشومان ووژل
کونړ
د افغانستا د کونړ غرنى ولايت د هېواد په ختيځ کې د پاکستان پولې ته نژدې پروت دى
توغندى د کونړ ولايت مرکز ، اسد آباد ، ته نژدې د يو جومات په انگړ کې ولگيد چې هلته ماشومان په زده کړه بوخت وه

د کونړ پوليسو وويل چې د تيشا په کلي کې دتوغوندي ددې بريد له امله يو شمير ماشومان مړه واو يو شمير نور ټپيان شول

همداراز کونړ کې د افغانستان د ملي پوځ پر اډې باندې هم دوه توغوندي ويشتل شوي چې د تلفاتو په هکله ېي کوم راپور نشته

دولتي چارواکي معمولا ددغسې بريدونو ملامتي پر طالبانو اچوي خو تراوسه پورې کومې ډلې ددغو بريدونو مسوليت پرغاړه ندى اخيستى

راپورونه وايي چې امريکايي ځواکونو په اسد آباد کې د خپلې اډې څخه ددغو توغونديو د بريدونو په ځواب کې ځوابيه ډزې کړيدي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت