BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:56 گرينويچ 2006 ,11 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کونړ والي : له موږ سره د ميرنۍ مور چلند شوى

اسد الله وفا
د کونړ والي گيله من دى چې کابل د دۀ په ولايت کې د بيا رغاونې چارو ته پام نه کوي .
د افغانستان د کونړ ولايت والي اسد الله وفا ټينگار کړى دى چې د دۀ په وينا ترهگر له پولې پورې غاړې روزل شوي او دوى په دې برخه کې شواهد لري .

دا په دې وروستيو کې د افغان چارواکو له خوا د هغو څرگندونو د لړۍ يوه بله کړۍ بلل شوې چې وايي اورپکې له پاکستانه ور اوړي او اسلام اباد په دې برخه کې ډير څه نه کوي .

ښاغلي وفا په داسې وخت کې دا خبرې کولې چې د افغانستان د کابينې يو شمير غړي او يوۀ لوړ پوړي امريکايي جنرال د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد کې له ځايي چارواکو او خلکو سره ليدل .

کونړ ته په ورغلي پلاوي کې د اقتصاد ، ښار جوړولو ، قبايلو ، په امنيتي چارو کې سلا کار وزير او په افغانستان کې د گڼ هيواديزو ايتلافي ځواکونو قومندان ډگر جنرال ايکين بيري شامل و .
د کونړ والي گيله وکړه چې کابل د کونړ ولايت بيا رغاونې ته پام نه کوي .

امريکايي جنرال وويل اورپکې په افغانستان کې له بيا رغاونې سره وران دي . د دۀ په وينا اورپکې د افغانستان ښوونځي سوځوي او کار کوونکي وژني .

دۀ د لارو د پخولو او کوچنيو بندونو د جوړولو ژمنه وکړه .

د افغانستان د ښار جوړولو وزير انجينير يوسف پښتون ژمنه وکړه چې د کونړ ځينو سيمو ته به د څښاک اوبه برابروي .

ښاغلي پښتون وويل کونړ اوبه ډيرې لري او دى هيله لري چې په شپږو مياشتو کې به د اسعد اباد په گډون درو ښارونو ته په دغه ولايت کې د څښاک اوبه برابرې کړي .

د ښار جوړولو افغان وزير دا هم وويل چې د ورېښمو لرغونې لار له کونړه تيره شوې او دوى به هڅه وکړي چې دغه لار بيا د سوداگرۍ په يوې مهمې لارې بدله کړي .

د کونړ والي اسد الله وفا وويل که څه هم په دغه ولايت کې د امنيت وضعه تر پخوا ډيره ښه ده او کوکنار هم پکې اړول شوي دي خو کابل د بيا رغاونې په چارو کې ورسره د ميرنۍ مور چلند کړى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت