|
د ژوند کيسې ؛ د بختیار بی پروايي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
بختيار يو کوچنى، شوخ او بې پروا هلک دى چې په يوه ليري پرته سيمه کې د خپلې کورنۍ سره اوسيږي .بختيار دبي بي ګل په نامه يوه خور هم لري چې تل د کور په کارونو بوخته وي. يوه ورځ د بختيار مور دخپل خوريي د دستمال راوړلو لپاره د خپلې خور کره ځي .د بختيار دوى د کور څخه لږ وړاندې د لوبو يو ميدان تر سترګو کيږي چې هميشه پکې د شاخواکورونودماشومانودلوبواوازونه تر غوږوکيږي . دمور دتلو سره جوخت بختيار دانډيوالانو سره دلوبو لپاره له کوره وځي اوداسې په لوبو بوخت کيږي چې د غرمې د ډوډۍ خوړل هم ځيني هيريږي ،ماذيګرمهال وږى کيږي او په منډه منډه کور ته راځي او په شور ماشوراو رټلو بي بي ګلې ته وايي چې ده ته ډوډۍ تياره کړي. بي بي ګله چې د لوښو په مينځلوبوخته ده ورته وايي چې يوه شېبه دې صبر وکړي چې وزګاره شي ډوډۍ به ورته تياره کړي. بختيارډېر بې واره وي اوبي بي ګله نوره هم رټي ،بي بي ګله هم ورته وايي چې د ډوډۍ پر مهال نه راځي نو اوس دې صبر وکړي چې هغه له کاره وزګاره شي ډوډۍ به ورته تياره کړي خو بختيارد هغې د خبرو هيڅ پروا نه ساتي، خپله لستوڼي بډ وهي او پخلنځي ته ځي. په پخلنځي کې دزياتې غوسې نه دلوښو دهاخوادېخوا وهلو اواز پورته کيږي .دديګ سره پورته کوي ګوري چې مور يې دده برخه خواړه ورته بيل ايښي. يودوه مړې ترې خوري خو ساړه خواړه خوند نه ورکوي. غواړي په ګاز يې تاوده کړي،بياهم دګوګړو دپيداکولو لپاره د لوښو کړنګ کړونګ پورته کوي چې بالاخره د بي بي ګلې په مرسته ګوګړ مومي. بختيارغواړي ګاز ولګوي خو نه پوهيږي چې څرنګه يې و لګوي،له زياتو ستونزووروسته ګاز لګوي او ديګ ورباندې ږدي.
لمر د غرونو تر شادډوبيدوپه حال کې دى، هوا ورو ورو تياره کيږي،په دې وخت کې دکور دروازه خلاصيږي موريې دخپلې خورله کوره په ډېره خوښۍ راځي . د کيناستلو سره جوخت شاوخوا ګوري چې هرڅه سم دى خو وروسته متوجه کيږي چې بختيار يې نه تر سترګو کيږي . مورله بې بي ګلې څخه دبختيار پوښتنه کوي.بي بي ګله ورته وايي چې هغه په پخلنځي کې دى. بختيار د مور داوازپه اورېدو وارخطا کيږي ، هرڅه هڅه ګازپو کوي خو ګاز نه شي ګل کولاى، باالاخره په ډېره بې وارۍ په ګازباندې اوبه اچوي او مړ کوي يې ؛دپخلنځي دروازه کلکه تړي او خپله په منډه دمور څنګ ته ځان رسوي . بختيارددې لپاره چې د مور پام له خپلو شوخيو بل پلو واړوي ، هغه ددسمال د مراسمو او د خپلو همزولو په هکله په راز رازپوښتنوبوختوي. ورځ ورو ورو خپله رڼايي له لاسه ورکوي اوشپې تياره په خپرېدو وي ،.موريې يوناڅاپه متوجه کيږي چې ماښام په تيرېدودى ، دبختيار پلار به راشي او دشپې کتغ لا تيار نه دى.بي بي ګلې ته وايي چې لاټېن واخلي او له هغې سره پخلنځي ته لاړه شي بختيار ددې لپاره چې ګازيې خلاص پرې ايښى نه پريږدي چې راز يې افشا شي نو پخپله لاڼېن اخلي اوله مور څخه مخکې ځان پخلنځي ته رسوي. بختيار هرڅه کوښښ کوي چې د پخلنځي دروازه بېرته کړي خو دروازه يې داسې کلکه بنده کړې چې هيڅ نه خلاصيږي،باالاخره په ټېله سره دروازه خلاصوي چې ددروازې د خلاصېدوسره جوخت د يوې چاودنې په شان اواز پورته کيږي. پخلنځى اور اخلي چې لمبې او لوګي يې اسمان ته پورته کيږي. دبختيار،بي بي ګلې اومورپه چيغويې ګاونډيان رارسيږي او اور مړ کوي. دا چې بختيار ډېر سخت سوځېدلې او دبختيارپلارهم په کور کې نه وي ګاونډيان لاس په کار کيږي اوهغه په بيړه روغتو ن ته رسوي.
بختيارپه روغتون کې د درد او سوخت څخه ډېر زوريږي خو څه ويلاى نه شي ځکه چې هرڅه يې پخپله په ځان کړي دي . دبختيارزړه په روغتون کې ډير په تنګيږي، هره شېبه ورته خپل دلوبو ملګري ورياديږي، خپل مور او پلار ته وايي چې ژر يې له روغتون څخه کور ته بوځي. څه موده وروسته بختياريو څه ښه کيږي او کور ته راځي او ټوله کيسه خپلې مور ته کوي چې څرنګه پخلنځي اور واخيست او دې هم پکې وسوځيد. موريې بې بې ګلې او بختيار ته نصيحت کوي چې که چېرې دکور کوم مشرپه کور کې نه وي ، يا په کار بوخت وي، نو ماشومانو ته نه ښايي چې دسوخت له موادو لکه ګاز ،تيلو او داسې نورو شيانو څخه کارواخلي يا لوبې ورسره وکړي،ښه به داوي چې دکوم مشر راتګ ته انتظار وباسي چې دداشان کارونو په تر سره کولو کې ورسره مرسته وکړي تر څو له داسې ناوړه پېښو سره مخ نه شي. بختيار په داسې حال کې چې په خپلو کړو پښېمانه دى وايي چې بيا به هيڅکله داسې بې پروايي نه کوي، ځکه دده دهمدې بې پروايۍ له کبله هم پخپله وسوځيد ، هم يې پخلنځى وسوځاوه او هم د خاله د زوى له شيريني خورۍ څخه پاتې شول. اوس چې دبختيارټپونه بيرته جوړ شوي هم دي، کله چې بي بي ګله وغواړي پخلنځي ته دکوم کار لپاره لاړه شي نوبختيار ورباندې ډېر تاکيد کوي چې له ګازو سره دې پام کوي چې خداى مکړه دده پېښه ورباندې ونه شي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||