|
د بنجاري خورجين: هفت ميوه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دنوي کال (نوروز)لومړۍ ورځ ده اوددې ورځې د نمانځې لپاره هر لور ته دماشومانو شورماشور ترغوږوکيږي.په هره ميدانۍ کې دماشومانو دساتيريو شيان لکه: ډولۍ ګانې،آسونه، قسمت پوړۍ،د لوبوسامانونه، رنګارنګ شيريني ګانې،ژاولې او داسې نورشيان د خرڅلاو لپاره راوړل شوي دي. په هره کوڅه کې ماشومان په پاکو او نووجامو کې خوشاله ليدل کيږي او يوبل ته د خپلو نوو جامو،څپليو،بوټانو او ټيکريوستاينې کوي اوياهم د نکريزو، قيتکونو،بنګړيو او د سينګار دسامانونو په هکله سره غږيږي. نازيې اومرغلرې د خپلو نوروخورلڼو سره دکوڅې په يوه بڼ کې سره ميله جوړه کړې او د بنجاري د راتګ انتظار باسي تر څو ورڅخه د نوې کال سوغاتونه ترلاسه کړي. نازيه بنجاري ته دلاله ګلونو غُنچه جوړوي چې ورور يې ورته راوړي.نورې نجونې د زنګې داريه (دايرې) سره سندرې وايي. په همدې وخت کې خبر راځي چې دنن دنورو ورځوپر خلاف بنجاري نه بلکې يو بل تن د سوغاتونو څخه له ډکې خورجينې سره د ماشومانو ليدنې ته راغلى. يوه نجلۍ وايي چې ضرور نوروزي بابا دى. ماشومان په ډيرې حيرانتيانوروزي بابا ته ګوري چې اوږده سره چپن يې په تن ، ځونډي داره خولۍ يې پرسر او اوږده ږيره اودمالوچو په څير اوږده باڼه په ناز ،ناز دماشومانو څنګ ته راروان دى. کله چې نازيه ښه په غور هغه اوپه ځانګړې توګه د هغه ټکټکي ته ګوري پوهيږي چې دا نوروزي بابا نه بلکې د هغوى هماغه مهربان بنجاري دى.يوناڅاپه ماشومان په بې باورۍ او خوږه ماشومانه ژبه نارې وهي چې بنجاري ماما! بنجاري خاندي اوداچې ماشومانو هغه وپيژاند نوماشومانو ته وايي چې نوى کال مو مبارک شه ، پسرلى مو مبارک شه ، له له له له! ماشومان هم د نوروز د سوغات په ډول ورته سندره وايي.په پاى کې ماشومان بنجاري خپلې مېلې ته رابولي،خو مخکې له دې چې نور څه ووايي له زلمي څخه چې کډه يې نوې د هيواد له جنوبي سيمو څخه راغلې پوښتي چې په لوښي کې به څه وي؟او نښه ورته وايي چې په خاص ډول د نوروز لپاره تياريږي.
زلمى وايي ضرور کب(ماهي) دى.خو نازيه وايي چې ځواب يې سم نه دى.زلمى وايي چې جلبۍ دي، خو نازيه يې بياهم نه مني. زلمى وايي چې هغه يې نه پېژني، په دې وخت کې مرغلره پوښتي چې هفت ميوه نه ده؟ نازيه د هغې خبره تاييدوي. په دې ترتيب زلمي،بنجاري او نورو ماشومانو ته هفت ميوه په کاسوکې ويشي. زلمى د هفت ميوې ډيره ستاينه کوي او وايي چې ضرورد اوو ډولو ميوو څخه به جوړه شوې وي چې هفت ميوه يې بولي. نجونې له زلمي څخه غواړي ترڅو پخپله په هفت ميوه کې د ميوو نومونه واخلي چې په رښتيا اووه ډوله کيږي که نه ؟زلمى همداسې کوي. هغه د تورو مميزو،غوزانو،سنځلو او پستې يادونه کوي او بنجاري ورسره د مرستې په توګه دوڅکو(منقه) خوبانيو(غولنګ)،کښتې اوشکرپارې نومونه اخلي. زلمى پوښتي چې ولې خلک دومره مزه داره هفت ميوه يواځې په نوروز کې خوري؟نازيه د خپلې مور له خولې وايي چې دا ميوه ددې شګون لپاره دنوي کال په لومړۍ ورځ وروسته له دوعا خوري چې دکال ترپايه دټولو خولې خوږې اوسره يوځاى واوسي. زلمى په خواشينۍ سره وايي چې ددوى په سيمه کې د هفت ميوې رواج نشته، خو بنجاري ورته وايي چې په افغانستان او نوروځايونو کې رسم او رواجونه له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته توپير سره لري. زلمى له نازيې څخه پوښتي چې په هفت ميوه کې يې څومره بوره ګډه کړې چې دومره خوږه ده؟ ټولې نجونې خاندي او بنجاري وايي : (( زوى ګله! مميز،کښته، او خوبانۍ پخپله خوږې دي او هفت ميوه خوږوي، نو بورې ته هيڅ اړتيا نشته.)) په همدې وخت کې يو شمير نور ماشومان هم د بنجاري له راتګ څخه خبريږي،بنجاري ماشومانوته د سوغاتو تر ويشلو وروسته خپله د سوغاتو ډکه خورجين پورته کوي او د بلې کوڅې په لور روانيږي چې دنوروکوڅو له ماشومانو سره هم د نوي کال مبارکي وکړي او دا چې ماشومان په نوي کال کې کوم کارونه سرته رسوي ځان پرې خبر کړي اودنوې کال سوغاتونه هغوى ته ورکړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||