BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:59 گرينويچ 2006 ,16 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زردريڅې؛ زرافه

يوه ماڼۍ او زردريڅې
صبور او شيلا د لالو ماما ليدلو ته هغې ماڼۍته ور روان دي چې اسمان څکي برجونه يې د سړي فکر او هوش له سره وړي .ماڼۍ ته د تلو په لاره کې يو ځنګل هم پروت دى.

په ځنګل کې بيلابيلې ونې،،وحشي بوټي، د پليوکږې وږې لارې اود راز رزاز مرغانو اود وحشي څارويواوازونه د سړي فکر ځانته وراړوي.

شيلا او صبورله ځنګله څخه د تيريدو په مهال له داسې څارويو سره مخامخ کيږي چې پخوا يې کله نه وو ليدلي. دواړه د همدې څارويو په هکله په خبرو خبروکې ماڼۍ ته رسيږي چې د لالوماما ګرمه سلاماليکي ددوى د خبرو لړۍ شلوي.

ميلمانه( شيلا او صبور) دلالو ماما په ملګرتيا د ماڼۍ انګړ ته وردننه کيږي. د ماڼۍ په دهلېزونو کې ميلمانه د ځينوداسې څارويو مجسمې ويني چې هماغه څېر څاروي يې په ځنګل کې هم ليدلي وو.دواړه هاغه مجسمه چې څاروى يې دوى په ځنګل کې ليدلى و لالو ماما ته ښيي.

لالو په خندا سره د هغوى خبرې تاييدوي او زياتوي چې د ماڼۍ په ځنګل کې يو شميرپه زړه پورې جادويي څاروي هم شته چې دنوورهنرنماييو تر څنګ په اسانۍ سره خبرې هم کولاى شي. ددې خبرې په اورېدو ميلمانه حيرانيږي او لالو ورته په همدې بانه دريڅه پرانيزي.

دريڅه

صبور او شيلا په دريڅه کې ويس او فريد ويني چې په بڼ کې سره راټول شوي او د هغه تصويرونو په هکله سره غږيږي چې په مجله کې خپاره شوي دي. د تصوېرونو د کتلو په مهال دداسې يو څاروي تصوير ويني چې اوږده غاړه او لوړې پښې لري.

زرافه

ويس په ډيره مينه د نصوير تماشا کوي او د هغه د په زړه پورې والي په هکله فريد ته هم وايي ، خو دوى يو هم د څاروي په نوم نه پوهيږي. فريد وايي دا لومړى ځل دى چې دداسې څاروي تصوير يې ترسترګو کيږي، وروسته له فريد څخه غواړي چې له ده سره حکيم بابا ته ولاړشي چې له هغه څخه په دې برخه کې مالومات تر لاسه کړي.

هغوى له باغچې څخه د وتلو په حال کې وي چې حکيم بابا دباغچې په لور راروان دى. دواړه له حکيم بابا څخه غواړي چې د نوموړي څاروي په هکله ورته مالومات ورکړي.

حکيم بابا د تصوير له ليدلو وروسته وايي چې دا څاروى زرافه نوميږي او زياتوي چې زرافه يو تى لرونکى څاروى دى ، اوږدې پښې او لوړه غاړه لري.

ويس د زرافې د پښو د لوړوالي په هکله پوښتي، حکيم بابا وايي چې د زرافې د پښو او غاړې لوړوالى تر 6 مترو پورې رسيږي او پوستکى يې نصواري او سپين ټکي او د غوايي په شان لنډلنډ ښکرونه هم لري.

فريد ددې څاروي د اوسيدنې په هکله پوښتي . حکيم بابا وايي چې زرافه زياتره په تودو سيمو لکه د افريقا د صحرا په مرکزي برخو کې اوسيږي . زرافې ته په دري ژبه کې (( شترګاوپلنګ )) هم وايي.

ويس او فريد د زرافې د خوړو په هکله پوښتي. حکيم بابا وايي چې د زرافې خوراک زياتره اغزي دي خو دلوړوپښو په درلودلوډير په ستونزو خوراک او څښاک کوي.

زرافه

په پاى کې بله خبره چې ددې نويوځلميانو لپاره ډيره په زړه پورې وه هغه دزرافې ژبه وه چې نيم متر اوږده ده اوپه اسانۍ کولاى شي د ځينو وحشي بوټو اغزي پرې وخوري.

ددريڅې په تړلو سره شيلا او صبور ډير حيرانيږي اودلالو ماما څخه هيله کوي چې دوى ته يو ه بله دريڅه هم پرانيزي.

يوه ماڼۍ او زر دريڅې د تعليمى خپرونو د لړۍ څخه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې
داسرارو پرده د تعليمى خپرونو لړۍ
د اسرارو پرده
دامير بندتعليمي پروگرامونه
څيرې اوسيمې ؛ د امير بند
 مسابقهتعليمي پروگرامونه
د ژوند کيسې ؛ مسابقه
اوبه د بدن اړتيا اوبه د بدن اړتيا
د ماشومانو لپاره د تعليمي خپرونو لړۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت