BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې ؛ مسابقه

مسابقه

و نه و په پخوا زمانو کې په يوه ښکلي او ښايسته کلي کې چې د ځنګل تر څنګ پروت و ، د اوږد غوږي په نامه خر اودبنجر په نامه يو سپى سره ملګري شول او يو ځاى سره اوسيدل.بنجر په دې باور و چې : ( هر څوک او هرشى يو مهارت لري چې د ژوند په يوه برخه کې ترې د اړتيا په وخت کې کار اخيستلاى شي.) خو اوږد غوږي د بنجر خبره بابېزه ګڼله او ورپورې خندل يې .

د مني يوه ورځ بنجر او اوږد غوږى له کوره ووتل او ورو ورو د ځنګله خواته روان شول. هغوى دپه زړه پورې کيسو او خوږوسندرو په ويلو ويلو ځنګل ته ورسيدل. دوى دواړه دومره خوشاله وو او داسې د يوبل په ستاينه بوخت وو چې خپلې شاوخوا ته يې هم نه کتل چې خطرناک زمرى او مکاره ګيدړه ورته په کمين کې ناست دي.

دوى په لوبو او ساعتيريو بوخت وو چې يوناڅاپه د بنجرسترګې په ځمري او ګيدړې لګيږي. بنجر هر څه اوږدغوږي ته د زمري او ګيدړې په هکله وايي ، خو اوږد غوږي داسې خوله اسمان ته پورته کړې او په چيغوچيغو سندرې وايي چې هيڅ يې زمري ته پام هم نه کيږي.

کله چې اوږد غوږى زمرى ويني چې د يوې ويالې په غاړه پر وچو پاڼوپورت دى اود دوى دراتلو لاره څاري،ژبه يې بنديږي غواړي وتښتي خو بنجر يې په اشاره پوهوي چې ځان په زوره ولې د بلا په خوله کې ورکوي، او ورته وايي چې له خپل مهارت څخه دې کار واخلي.

مسابقه

سره له دې چې بنجر او اوږدغوږى دومره ويريدلي وو چې له ډيرې ويرې يې ژامې ړقيدې، خو بيا يې هم داسې ښودله چې هيڅ يې خپل جرات له لاسه نه دى ورکړي او خپل عادي تګ ته يې دوام ورکړ.

کله چې بنجر او اوږدغوږى د زمري او ګيدړ څنګ ته رسيږي، بنجر په ډيره چاپلوسۍ له اوږدغوږي غواړي چې تېښته ونکړي ، ځکه چې په هغې صورت کې به دواړه د زمري او کيدړې خوراک شي.

په همدې وخت کې زمرى ګيدړې ته وايي چې اوږد غوږى او بنجر ځنګله ته له تګ څخه راوګرځوي. ګيدړه هماغه شان کوي. بنجر چې نه غواړي خپل جرات له لاسه ورکړي په ځان ښودنه غوريږي او ګيدړې ته وايي چې په کوم جرات دوى دځنګله ته له تګ څخه منع کوي.

ګيدړه په داسې حال کې چې زمري ته خپل د احترام مراتب وړاندې کوي ، بنجر ته وايي: (( زه ګيدړه يم مکاره –ددربار يم خدمتګاره – دا زمرى دى ددربار- د ځنګل بادشاه بدقار. ))

ددې خبرو په اوريدو بنجر هم خپل ځان خدمتګار پيژني او اوږدغوږى د اهلي(کورنيو) څارويو تر ټولو سترڅاروى ور پيژني. زمرى چې د ځنګل تر ټولو مخکښ ځناور دى ، اوږدغوږي يې د اهلي حيواناتو د مشر په نامه نه خوښيږي.

مسابقه

زمرى د خپل ځان د مخکښۍ اوتوانمندۍ په هکله هغوى ته وايي او زياتوي چې اوږد غوږى بايد د خپلې ګستاخۍ سزا وويني. بنجر د زمري ددې خبرو په اوريدو سمدلاسه وايي : ((پام دې وي ښاغلى زمريه !اوږد غوږى هم په اهلي څارويوکې تر ټولو ستر دى،که چيرې يې يو هنګ (آواز ) پورته کړ ټول کورني څاروي به په يوه شېبه کې دلته حاضر وي او تاسې دواړه به له ځنګله څخه وشړي.))

د بنجردخبرو په ادامه ګيدړه هم وايي چې ښه به دا وي چې د ځنګل د بادشاه ( زمري) اودخر د ستروالي د مالومولو لپاره دې دواړه مسابقه وکړي او خپل مهارتونه دې څرګند کړي.

زمرى يې مني خو دخر ويره ددې خبرو په اوريدو دوه برابره کيږي. زمرى اواز پورته کوي او د ځنګل ټول څاروي ورو ورو راټوليږي. ددې صحنې په ليدو اوږد غوږى بنجر ته مخ وراړوي او ورته وايي چې راځه وتښتو خو بنجر يې ورسره نه مني.

بنجر د ګيدړې له پيشنهاد سره مخالفت ښيي ، په پاى کې پرېکړه کيږي چې هر يو دې درانده درانده بارونه پورته او له يوه ځايه دې بل ځاى ته يوسي.

زمرى په ډير غرور او کبر نورو حيواناتو ته وايي چې که چيرې يې ميدان وګاټه نو خربه چې ځان تر ټولو ستر ښايي د غلام په توګه د تل لپاره دده سره په ځنګل کې اوسي او درانده درانده کارونه به پرې کوي او سپى يانې بنجر به هم د ګيدړې خدمتګار وي. خو بنجر بې له ځنډه وايي چې که چيرې اوږدغوږي مسابقه وګټله نو دوى په آزده توګه خپل تګ ته دوام ورکوي.

له دې تړون وروسته د بنجر او اوږدغوږي تر منځ شخړه رامنځته کيږي، اوږدغوږى بنجر ملامتوي چې ولې يې د هغه( اوږدغوږى) په هکله درواغ وويل.ګيدړه چې يو څه په دې مسالى پوهيږي نو ددوى د اختلاف اور ته نوره هم لمن وهي. بنجر د مسالې د اوږديدو د مخنيوې په خاطر له يوه بل مهارت څخه کار اخلي او په لوړ اواز وايي چې : (( خر فرمان صادر کړ چې که چيرى هغه ميدان وګاټه نو زمرى او ګيدړه به بې له ځنډه له دوى څخه بښنه غواړي او اجازه به ورکوي چې خر او سپى پرته له هر ډول خنډ څخه خپلې لارې ته دوام ورکړي. ))

باالاخره مسابقه پيل کيږي، اوږد غوږى اړ دى چې خوک (خرس) چې د مسابقې د کتنې لپاره راغلى په شا تر سيند پورې وړي او بيرته به يې رارسوي. اوږد غوږى سره له دې چې دبنجر له دې پرېکړې څخه خواشينى دى ، بياهم له خوک څخه غواړي چې دده په شاسپور شي، خوک په ډېرې خوښۍ د خر په شا سپريږي.

مسابقه

اوږد غوږى خپل وار په بري تيروي،چې د بنجر په شمول د ځنګل ټول څاروي ورته چکچکې کوي او راز راز اوازونه باسي.ورپسې د زمري وار رارسيږي، هغه چې دداسې کارونو ترسره کول ورته کسرشان ښکاري. غوريږي او خوک ته وايي چې دده په شا دې سپور شي، خوک په داسې حال کې له ويرې ريږدي د زمري څنګ ته رانيژدې کيږي.

زمرى په ډيره خوارۍ خوک تر سيند پورې رسوي ، داچې زمرى ډير ستړى شوى و اودخوک د بيرته راوړلو توان يې نه درلود، نو خوک همالته سيند ته ورغورځوي او خپله بيرته ډيرپه غوسه راځي او مسابقې بې مانا بولي. ټول څاروي د زمري د بايلودلو څخه ويريږي او ليري ليري ځي، خو خر په نڅا پيل کوي، سره له دې چې بنجر يې له دې کار څخه منع کوي خو خر يې کله مني.

بنجر له ډيرې ويرې مسابقه برابره اعلانوي او داچې خوک اوبو ته غورځيدلى ډيره خوښي څرګندوي.خو زمرى ځانته بانه لټوي او غواړي داسې لاره ومومي چې ارومرو مسابقه وګټي.

بنجر او ګيدړه د زمري د سروسترګو او جړو ويښتانو په ليدو لاس يو کوي اوغواړي چې خرله ځنګل څخه وباسي خو زمرى يې نه مني ، اوپه ډيره نارامۍ ها خوا دېخوا ګرځي او چرتونه وهي.

په دې وخت کې خوک چې له په ډيرې خوارۍ له سيند څخه راوتلى ستړى ستومانه او لوند خيشت رارسيږي او له زمري څخه غواړي چې لوبه يا مسابقه له سره پيل کړي. په دې ترتيب چې دا ځل دې دواړه له يوه لوړ ديوال څخه ټوپ ووهي. په دې وخت کې زمرى ډير خوښيږي او خر کمبخت هم له ډيرې مجبورۍ نه مسابقې ته غاړه ږدي.

خوک دشپيلي(شپلاق) په وهلو مسابقه پيلوي، دا ځل زمرى لومړى له ديوال څخه ټوپ وهي او ټول حيوانات يا څاروي چکچکې کوي، خو کله چې اوږدغوږي ته وار رسيږي، کله ځان مخکې او کله وروسته کوي ،کله چې ټوپ وهي سينه يې په ديوال لګيږي ، دوه يې پښې دديوال يو لوري ته او دوه پښې يې بل لوري ته پاتې کيږي.

ټول په خر پورې خاندې او ملنډې پرې وهي. زمرى چې د اتلوالۍ نښې يې په څيره کې له ورايه ځليږي اوږد غوږى خپل ځان ته رابولي ، اوږد غوږى ژاړي او په غوسه بنجر ته وايي : (( که چيرې په اوله کې تښتيدلي واى ، اوس به ولې له داسې ستونزو سره مخ کيداى . ))

اوس نو د زمرې لخوا د فرمان د صادريدو وخت رارسيدلى دى او بنجر هم د خپل ځان او اوږدغوږي د سرنوشت په اړه پريشانه دى او په ډيرې عاجزۍ زمري ته سر ټيټوي اوترې غواړي چې اوږد غوږي ته يوبل تر نوروسخت چانس هم ورکړي.

زمرى چې خپل ځان اتل بولي د ځنګل له نورو حيواناتو سره تر خبرو وروسته وايي چې اوږدغوږى دى بنجر په خپله شا کينوي اود ډيرې زياتې لارې تر وهلو وروسته دې د فرمان د اورېدو لپاره بيرته راشي.

خر چې د بلې مسابقې څخه ويريږي غواړي د اعتراض په توګه هنګ ووهي خو سپى يې پر شا سپريږي او له خر څخه غواړي چې په منډه منډه و ځغلي.

اوږد غوږى ځغلي ، کله چې ټاکلي ځاى ته رسيږي،د بنجر له لارښوونې سره سم خپل لوري ته تغيير ورکوي او تښتي. په داسې حال کې چې اوږد غوږى ستميږي او خپلې ځغستې ته دوام ورکوي، بنجر ورته په ارامه او تاکيد سره په غوږ کې وايي:

(( پوه شوى به يې چې هر شي او هر څه ته يوه چالاکي او مهارت په کاردى، چې کيداى شي په ژوند کې ترېنه پخپله ګټه کارواخيستل شي. دا ستا مهارت و چې له بار سره وځغليدې او داهم زما مهارت و چې ومې کولاى شول د دواړو د خلاصون لپاره د تېښتې لاره وسنجوم. ))

څيرى او سيميڅيرى او سيمي
د ماشومانو لپاره د ځانګړو روزنيزو خپرونو لړۍ
د بنجاري خورجين د بنجاري خورجين
د ٥ تر ٩ کلنو ماشومانو لپاره د تعليمي خپرونو لړۍ
يوه ماڼۍ او زر دريڅې د تعليمى خپرونو د لړۍ څخه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې
داسرارو پرده د تعليمى خپرونو لړۍ
د اسرارو پرده
دامير بندتعليمي پروگرامونه
څيرې اوسيمې ؛ د امير بند
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت