BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:59 گرينويچ 2005 ,23 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بي بي سي تعليمي پروژې څيرى او سيمي
څيرى او سيمي
څيرى او سيمي

اجمل او نسيمه چه سره خور او ورور دى يو له بله سره خبرىکوى او په همدى حال کى اجمل يوه کوچيانى سندره له ځانه سره زمزمه کوى. نسيمه چه له ډيرو ساعتونو څخه دا ږغ اورى په بيزارى اجمل ته وايى چه ولى همدا يوه سندره تکراروى.

خو اجمل وايى چه کله چه له پلار سره قندهار ته تللى و نو د کوچيانو کډى يى ليدلى او دا سندره يى له همغو نه زده کړى ده. او بله دا چى د کوچيانو ژوند يى ډير خوښ شوى دى.

نسيمه وايى د کوچيانو ژوند هم ږموږ د ژوند په شان دى او کوم توپير نه لرى. په همدى کى گاډيوانه ترور راځى، ماشومان د هغى په ليدو خوشاليږى نسيمه ورته خپلى خبرى اوروى او له هغى نه غواړى چه دوى د کوچيانو ليدو ته بوځى.

گاډيوانه په خندا کيږى او گاډۍ راغواړى او دواړه ماشومان يو په بل پسى گاډۍ ته ورخيږى. په لاره کى اجمل پوښتى چه ضرور به قندهار ته ځو. خو گاديوانه وايى چه نه کوچيان يواځى په قندهار کى نه اوسيږى بلکه هغوى د طبعيت د تغيراتو په پام ساتلو سره بيا بيلو ځايونو ته ځى.

نسيمى د گاډۍ له سره لاندى ځمکى ته گورى او هغه رمى او ميږى اجمل ته ورښيى چى په شنو ورښو گانو کى څريږى او د کوچيانو خيمى او کيږدى ورښيي. گاديوانه هغوى پوهوى چى دوى د غزنى ولايت د واغظ سيمى ته راغلى دى او له دى خبرو سره سم گاډى کوزوى.

اللو – پللو – اللو – پللو
د کوچيانو کيږدى تر سترگو کيږى چى په څنگ کى يى له نغريو څخه لوګى پورته کيږى او چرگان او وزى د ى خوا ها خوا گرځى راگرځى. د پسو غپار او د چرگانو ږغونو دا منطقه لا هم ښکلى کړى ده.

په همدى ښکلى ځاى کى ماشوم (زيرک) شپيلۍ وهى او هماغسى سندره وايى لکه اجمل چى ويله. گاډيوانه ترور له ماشومانو سره يو ځاى هلک ته نږدى ورځى او د سندرى ستاينه يى کوي. نسيمه له سپى نه ډاريږى او له ماشوم نه غواړى چى ځان وروپيژنى.

ماشوم وايى زه زيرک يم. اجمل د ډيرو رمو له ليدونه حرانيږى او د هغوى د ساتنى په هکله له زيرک نه پوښتى زيرک په خندا وايى کله چى رمه څړځاى ته بيايم نو زما سپى چى (ببر) نوميږى هم له ماسره يو ځا ى وى.

او (ببر) ماشومانو ته ورښيى چى مخامخ رمى ته ناست دى او له رمى نه ساتنه کوى تر څو کوم حيوان ورباندى حمله ونه کړى. زيرک د سپى له مهارتونو يادونه کوى. په همدى کى سپى غاپى او زيرک د مخصوصو جملو په ويلو سره سپى آرامه کوى او خپله خولى ليرى اچوى تر څو (ببر) هغه بيرته راوړى. گاډيوانه ترور او ماشومان چى دا صحنه گورى خاندى او په (ببر) چک چکى کوى او آفرين وايى.

نسيمه له زيرکه پوښتى چى څو کلن دى او څو پسونه او ميږى ساتى. زيرک وايى ١١ کلن دى او ٥٠ وزى او ميږى ساتى گاډيوانه ترور هغه ته آفرين وايى او له زيرکه پوښتى چى څنگه خپله رمه شميرى او حساب يى څنگه زده کړى دى؟ زيرک وايى چى حساب مى له خپل پلار نه زده کړى.

کله چى هغه رمه شميرله ما ورپسى حساب کاوه نو همداسى مى حساب زده کړ. د زيرک په بغل کى يوه خلطه ځوړنده ده او دا خلطه نسيمه ځانته راجلبوى. له زيرکه پوښتى چى دا څه کوى.

زيرک وايىدا کڅوړه مى د اوبو او ډوډۍ د راوړلو لپاره له ځان سره ساتلى. اجمل په ډيرى مينى سره خپل دستر خوان غوړوى او خپله ډوډۍ چى اوبه – ډوډۍ او پنير دى خپلو ميلمنو ته ورکوى او هغوى ته د ډودۍ ست کوى. گاډيوانه له خپلو ماشومانو سره يوځاى ډوډى خورى او د ډوډۍ له خونده صفت کوى. زيرک وايى چى په ورښو او دښتو کى يى زړه نه تنگيږى او وايى چى کله چى رمه پياى له امان الله سره چى د هغه ملگرى دى غورسى کوى. ياتيږى واروى او داسى نورى لوبى هم کوى.

په همدى حال کى د اجمل د تيږو وارولو لوبه خوښيږى يوه تيږه را اخلى او غواړى چى واره يى کړى خو نه شى کولاى. زيرک ورپورى خاندى او وايى چى دا کار په تمرين پورى اړه لرى که نه نو سړى خوږوى.

اجمل په خندا وايى چى تا خو قوى خواړه خوړلى دى لکه شيدى- کوچ- پنير- زيړ غوړى او داسى نور... نو ځکه قوى وي. گاډيوانه له زيرکه غواړى چى يوه سندره ورته ووايى. زيرک او امان الله دواړه ورته سندره وايى چى د ټولو خوښيږى. نسيمه له زيرکه پوښتى چى له ژونده اود کوچيتوب نه راضى دى که نه؟ هغه وايى نه دا ژوند مى چندان نه خوښيږى غواړم په يو ځاى کى و اوسو تر څو زه مکتب ولولم.

ځکه مکتب ويل مى د ژوند لوى ارمان دى. په دى حال کى سپى غاپى او گاډيوانه وايى چى وخت مو کم دى راځۍ چى ولاړ شو. له زيرک نه مننه کوى او زيرک د شپيلى په ږغولو ليرى کيږى. ګاډيوانه هم گادى راغواړى او له ماشومانو سره يو ځاى د کور خواته ځى.

49 زموږ نړۍ زمونږ راتلونکى
دکوچنيانو لپاره د ځانگړو خپرونو لړۍ
66دماشومانو
لپاره دځانګړو روزنيزوخپرونو لړۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت