|
دماشومانو لپاره دځانګړو روزنيزوخپرونو لړۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
داسراروپرده بی بی سی دافغانستان لپاره دتعليمی پروژو يوه بله ځانګری روزنيزه خپرونه ده . داسراروپردي خپرونه ډول ،ډول ساينسې( علمی) موضوعات په برکې نيسې چې د٩ څخه تر١٢ کلنو ترمنځ د ماشومانو لپاره ده. دخپرونې روزنيز پړاو داسی دی چې کوم وخت ماشومان دداسې موضوع سره مخ کيږې چې نه پرې پوهيږې نوتروم (ترومپت) غږوې ترڅوپرده دار راشې اوداسرارو پردې ته دجاويې شعر په ويلوسره له يو راز څخه پرده ليری کړې. چينه شاپيرۍ او صادق په داسې يو باغچه کې دي چې د ميوو ډکې ونې اوښکلې ګلونولرې،دوی دواړه دمرغيو،زړه وړونکې آوزونه اورې اوديوې ښکلې چينې پرغاړه ناست دي. صادق چې دچينې په اوبومخ اولاس تازه کوې وايی و چې په ټول اوړې اوسپرلی کې دچېنې اوبه سړې وې خواوس چې هوا مخ په سړيدوده نه پوهيږې چې ولې دچينې اوبه تودې شوې دي. صادق په تعجب سره دخپل پلار دخبرو ياده ونه کوې چې ويل يې ، په ژمې کې ددي چينې له اوبوڅخه بړاس پورته کيده . شاپيری چې شوخه نجلۍ ده په رشخندی سره وايې حتمې به په ژمې کې دغرونو لاندې بخارۍ ږدې او اور به پکښې لګوې چې دچينو اوبه يې تودې دي، اويابه کوم بل سراوجادو به لرې . صادق له دي وجې په فکرونوکې ډوب وو چې څه ډول ددي راز غوټه پرانيزې ، چې ناڅاپه يې دعمه لور شهلا ورپه زړه شوه :
ښه مې په ياد دي چې منی موسم ورو، وروخپل ځای ژمی ته پريښود، يوه ورځ شهلا دخپلې مورسره يوځای دژمی لپاره دکچالو زيرمه کول اوپه هغه کنده کې ځای پرځای کول چې پلار يې کندلې وه . صادق زياته وې چې کله ماپه ځمکه کې دکچالو دښخولو په هکله دخپلې عمه څخه پوښتنه وکړه هغې وويل :چې دژمی سړه هوا په ځمکه کې دننه اثرنلرې نوپه دې وجه کچالوپه سړه هواکې يخ نه وهې . شاپيرۍ چې دصادق په خبرونه پوهيږې دخپلورشخنديوپه ترڅ کې وايې داهغه طلسم ته ورته دی چې په نکلونو کې وې ،خو وروسته شهلا دچنيې اوبوته په غورسره ګوری اووايې : ښايې ته سم وايې ښه به داوې چې تروم ووهو اوپرده دار کاکاومرستې ته راوغواړو ترڅو له دي رازه پرده ليرې کړې. شاپيرۍ چې تروم ووهې دجادويې موزيک سره يوځای يوسړی حاضريږې چې ځان ته پرده دار وايې اودماشومانودستونزې په هکله پوښتنه کوې ، ښايسته دموضوع په باب پردارته څه وايې خو صادق په مشخص ډول ددي معلوماتوغوښته کوې چې ولې په ژمې کې دچينو اوبه ګرمې اوپه اوړې کې سړې وې . پرده دار په جادويې کليمو سره پردي ته شعر وايې اوجادويې پرده دباد اوجادويې موزيک په غږ سره يوې خواته کېږې ، دپردې تر شاه ماشومان ليدل کيږې چې دابوډکې دوې کاسې اوديخ څو ټوټې ور سره وې، شهلااوصادق دجادويې دپردې ترشاه داوبوډکوکاسوپه هکله پوښتنه کوې.
پرده دارپه ژمې اواوړې کې دچينې دابودبدلون په هکله ماشومان و تجربې کولوته رابولې اودهغوی څخه غواړې چې کاسوته نژدې ورشې اويولاس ديخی پرټوټوکښيږدي اوبل لاس دخولې په بړاس( بخار) سره تودکړې. ماشومان دپرده دار په وينا همداسې کوې يولاس يې سوړ اوبل لاس يې تودشی ، وروسته صادق اوشاپيرۍ دپرده دار په اشاره خپل لاسونه اوبو په کاسوکې دننه کوې . پرده دار پوښته کوې چې وروسته تردي چې په کاسوکې يې لاسونه دننه کړل څه احساس کوې؟ماشومان ځواب ورکوې چې تولاس سوړ اوسوړ لاس توداحساسه وې. وروسته پرده داردتجربې پايله داسې څرګندوې وايې چې په اوړې اوژمې کې دچينو اوکاريزونواوبه نه سړېږې اونه توديږې بلکې دا دهوابدلون دی چې موږ يې سوړ ولی اوتودوالی حسوو. وروسته پرده داروايې چې که تاسې په ژمې کې دخپل بدن دتودوالې درجې ته پام کړی وې داموليدلې دي چې دخبروپروخت مودخولې څخه بړاس (بخار) وځې. ماشومان له پرده دارکاکاڅخه پوښنته کوې چې په کاريزونواوچېنوکې داسې څه کېږې؟ پرده داروايې چې په اوړې کې لمرد ځمکه سطحه توه وې اوپه ژمې کې چې لمر له ځمکې څخه ليری وې نوځمکې سطحه سړه وې . خودځمکې پر دننه برخه داتودوالی اوسوړوالی اثرنلرې نوله همدې وجې دکاريزونواوچينواوبه دځمکې له دننه راوځې دا اوبه نه ډيرې تودې وې اونه سړې . صادق ته دخپله کيسه ورپه زړه شی اووايې چې اوس پوه شو چې ولې شهلااومور کچالوپه ځمکه کې دننه پټول په دي خاطر چې دځمکې پر دننه دهواتودوالی اوسوړوالی ډيراثر نلرې نو کچالو هم نه خرابيږې. شاپيرٍۍ اوصادق ډيرخوشاله وې چې په يوه راز پوهيدلې دي ، دوې په خپلوکې همداخبرې کوې چې ناڅاپه توندبادالوزې پرده دار دماشومانوسره مخه ښه کوې او پرده کشوې. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||