|
څيرى او سيمي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
څيرې او سيمي د ژوند د کيسو په څير د ماشومانو لپاره د پروگرامونو هغه لړۍ ده چې د بى بى سى راډيو د روزنيزې څانگې لخوا خپريږي. لکه څنګه چې د((څيرى او سيمى)) له نوم څخه ښکاري، په دي خپرونه کې گاډيوانه ترور د خپلي جادوئې گاډۍ په مرسته له يوه يا دوو ماشومانو سره په سيل وځې. دا ماشومان له تاريخې او تفريحى ځايونو سره اشنا کوي. دوئ ته د هر ولايت او سيمي د اوسيدونکو دود او کلتور ورپيژني.او له هغو همزولو سره د ليدو اسانتيا وي ورته چمتو کوي چې په هنري کارونو او يا هم کوم کسب کې وړتيا ولري. د پروگرامونو دا لړۍ، هغو ماشومانو ته ځانگړې شويده چي د هغو او د ولسو کلونو تر مينځ عمر لري. بهلول، پښيمانه څيره داود او فرشته د يوه داسي سړي په ليدو وارخطا او خواشيني کيږي چي ببرويښته لري خيرني او شکيدلي جامې يې په غاړه دي. دوئ دواړه ددي سړي په اړه خبري کوي چي ناڅاپه ئې يوه چاغه او په ونه لوړه ميرمن مخې ته پيدا کيږي. دا ميرمن چې اوږدې وروځې اوپنډي چوټي لري په لوړ غږ خاندي او ماشومانو ته وائې چې دا ګاډيوانه ترور ده. ميرمن د ځان په اړه زياتوي چي دا د ماشومانو ستونزې اوري او د اړتيا په مهال هغوئ په جادوئې ګاډى کې تفريح او سياحت ته بيائې. داود د ببرو ويښتو لرونکې سړي ته اشاره کوي او له گاډيواني ترور څخه پوښتى چي ايا هغه سړي ليوني دى؟ ګاډيوانه ترور په جادوئې تورو انگړه، بنگړه، دنگړه، چف خپله جادوئې گاډي را غواړي. فرشته او داود د بهلول د ليدو لپاره چي په دي وروستيو کې په هيروئينو روږدئ شوى، په گاډى کې کينوي.
په کوڅه کې گاډيوانه ترور ماشومانو ته بهلول ورښي او ماشومان له خپلو پوښتنو په دي پوهيږي چې په بهلول څه تير شويدي؟ بهلول، داود او فرشتي ته کيسه کوي: ((په ماشومتوب کې مې خپل اوښي (د خور خاوند) وهڅولم چي وڅکوم. په پيل کې مې دهغه دا خبره ونه منله خو هغه به تل ټينگار کاوه او دپوډر څکولو ته به ئې هڅولم. لومړى مي په ورځ کې دري وخته سهار، ماسپښين او ماخستن، پوډر څکول او وروسته سم معتاد شوم)). بهلول د داود ددي پوښتني په ځواب کې چي که به ئې پوډر نه څکول څه به ورته پيښيدل وويل: ((کله چې به مې پوډر څکول د خوښى احساس به راته پيدا کيده. فکر مې کاوه چې نور نو د ځمکې په سر نه بلکې په اسمان کې الوتاکوم. خو کوم وخت چې به هيروين نه رارسيدل ډير به خواشنى وم. ځان به مې درد کاوه، لاسونه به مې لړزيدل، اعصاب به مې خراب و. که په لنډه توگه درته ووايم، داسي به وم لکه ليونى)). دا وخت گاډيوانه ترور وائې: بچيانو! پوهيږى چي په نشه ئې توکو روږ دي کيدل يو ناوړه عمل دى. که معتاد انسان ته پخپل وخت هيروين (پوډر) ور ونه رسيږي نو حال به ئې دومره خراب شي چي ان د مړيني ويره هم ورسره تړلى ده. فرشتي وپوښتل: بهلوله، څنګه؟ ايا کورنى دي له دي کاره خبره وه؟ بهلول په شرميدلي غږ وويل: په لومړيو کي مي يواځني اوښئى خبرو.
په دي خاطر چې له دي عمل څخه لاس واخلم د کورنى غړو دومره ووهلم چي څه درته ووايم. دوى په سپکه راته کتل، په سړو کې يې نه شميرلم خو ما نه شو کولاى چي پوډر پريږدم. دي خبرو بهلول ډير خواشينى کړ خو ماشومانو د هغه د خوشحالولو لپاره ټوکي وويلى او بهلول ئې په خندا راوست. وروسته ماشومانو له بهلول او ګاډيواني ترور څخه وغوښتل چي دوئ د بهلول د مور ليدوته ورولي. د هغوى په سلا کيدو، ټول د بهلول د کور په خوا روان شول. د بهلول مور په ورين تندي ميلمنو ته هر کلى ووايه. فرشتي د بهلول له مور څخه وپوښتل چي زوى ئې د پوډرو د اخستلو لپاره پيسې له کومه کولي؟ وي ويل هيڅوک نه غواړي چي زوئ ئې پوډري وي. ځکه ډيره زوريدم په دي هيله چي بهلول پوډر پريږدي، هغه ته مې نصيحت کاوه، واهه مې خو هيڅ گټه ئې نه کوله په پاى کې اړه شوم چي په پټه د کور له خرڅ څخه پيسي ورکړم. په دي پوهيدم چي ښه کار نه کوم. خو ويره راسره وه چي زوى به مې کور پريږدي. دواد له بهلول څخه پوښتنه کوى: ايا دا پيسى د هيروينو د اخستلو لپاره بس وي؟ بهلول يوه ترخه خندا کوي: نه بابا، هره ورځ مې هيله درلود چي تر تير ځل ډير پوډر وڅکوم. دا پيسي د لږو هيروئينو د اخستلو لپاره بس وي خو ما ډير پوډر غوښتل. هماغه و چي جيب وهلو (کيسه بري) ته مې مخه کړه او له دي لاري به مې د پوډرو د اخستلو بيه پوره کوله. فرشته : (په تعجب) ايا له نيولو نه ويريدي؟ بهلول په دي اړه چي په پوډرو روږدي کيدوئې په ژوند کې کوم بدلون راوستى و زياته کړه: هيروينو خوښي راڅخه واخيسته ژونديى را تريخ کړ زه د ښوونځي زده کوونکى وم. وروسته مې په يوه دوکان کې مستري توب زده کاوه خو دهيروينو په څکولو مې هر څه له لاسه ورکړل. ملگرو پريښودم. خپلوانو مخونه را څخه واړول، په کوڅه کې د پوډري چيغي راپسي پورته کولي، خپل نوم، باور او روغتيامي له لاسه ورکړل او له خپله ځانه مې کرکه کيده. خو پوښتنه دلته ده چي بهلول څنګه په دي وتوانيده چي هيروين پريږدي؟ د بهلول دمور په وينا د بهلول پلار خپل زوى د (رواني ناروغيو) روغتون ته بوت. بهلول زياتوي چې: کله چي خپلي تيري خاطري په ياد راوړم هم خواشينى کيږم او هم خندا راځي. مثلاٍ کله چې له روغتون څخه رخصت شوم، کله نا کله به د پوډرو د څکولو شوق راته پيدا کيده. په داسي وخت کي د ډاکټر وړانديز داوو چي يو سطل او به راباندي واچوي او د اوبو په اچولو به مې د پوډرو د څکولو فکر له ذهنه ووت. زه اوس پښيمانه يم چې ولي مې پوډرو ته مخه کړي وه او په دي هيله چي بياد پوډرو د څکولو فکر راسره پيدا نه شي پخپله پخوانى بوختيا مصروف يم)) د بهلول په وينا هغه اوس نوى ژوند موندلى. خوښ دى او تل ځان په کار مصروف ساتي. په منظمه توگه ښوونځي ته ځي او له نشي څخه کرکه لري. دى په دي فکر کي دى چي خپل لاس ته راوړى قدر او عزت خوندي وساتي او دوهم ځل ئې له لاسه ورنکړي. بهلول په پاى کې ښوونځى ته د تگ په هيل له ميلمنو سره خداى پاماني کوي گاډيوانه ترور هم په خپلو جادوئې تورو گاډۍ راغواړي او ماشومانو ته وائې چي نور نو ددي وخت رارسيدلى چي په ګاډى کې سپاره شي خپلو کورونو ته يې ورسوي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||