|
زموږ نړۍ زمونږ راتلونکى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
(د ژوند کيسې) د هر ځل لپاره د نکلچى او طوطى په ګډون له يوې نوى اوتازه سوژى سره وړاندې کيږي چې دروزنيزى برخې ترڅنګه پکې تخيل، فن، او ساعتيرى هم په پام کي نيول شويدى ترڅو د ماشومانو زهنونه فعال او دوى دپلټنې په لور وهڅوى، د ژوند کيسې افسانې د ٩ نه تر ١٢ کالو پورې د عمر لرونکو ماشومانو لپاره جوړيږى دغه کيسه چي تاسو به يې اوس ولولى د همدغو کيسو له لړۍ څخه ده. په يوه ښکلى ځاي او سر سبزه کليوالې سيمه کې يو وړوکى کورو، چي پدې کور کي د ليلا په نوم يوې ښکلى نجلى چې د حکيم په نوم يى يو ورور هم درلود له خپلې اناسره يو ځاى ګډ ژوند کاوه. مهربانې انا به يې ورته هره شپه زړه راښکونکې او خوږى کيسې کولې او دوى خور او ورور به هم ورته په ناز او نخرو غوږ ايښى و. د انا خوږو کيسو به دوى د ناز په خوب ويده اود خيالونو يوې دنيا ته به يى ورننويستل. له شپونه يوه شپه چې انا يى دوى ته کيسه کوله د کيسې په مينځ کې يى د بخت د ستورى په هکله وويل چې هر څوک په اسمان کې د بخت يو ستورى لرى که چيرته هغه تر لاسه کړى نو نيکبخته کيږى. ليلا د نيکبختى او د (بخت ستورى) د نوم په اوريدو سره هيجانى کيږى او له خپل ځان سره هو ډکوى چي په هر ډول او هر قيمت چې کيږى دا به خپل د بخت ستورى تر لاسه کړى. يوه ورځ وروسته ليلا او حکيم د خپلى انا په اجازه خپلى ترور کره د ميلمستيا لپاره دهغوى د کور په لور رهى کيږى. دوى ځى ځى بزگر ليلا ته وائي که ته غواړى چي خپل د بخت ستورى دې ووينې نو ته بايد لږه پښه چې تا په خپل زحمت په لاس راوړى وى ماته راوړې د بزگر ددې خبرې په اوريدو سره ليلا حيرانه اوسر پرې وگرځيدو.
ورو ورو د دوبى موسم اخر وشپو ورځوته نږدې کيده. ماشومان د سندرو ويلو سره د پنبى په راټولولو بوخت وو ليلا چې د پنبى راټلول يى تردې د مخه نه و ياد په ډېرې خوارى يې يوه لمن پنبه راټوله کړه خو هغې ته په همدغه وخت کې سپين ږيرى بزگر ورياد شو او په چټکې سره له خپلې ډکې لمن پنبې سره له خپلو همڅولونه لږ څه لرې لاړه او د بزگر خواته ورسيده ليلا هغه ته هغه پنبه چي دي په ډيرې خوارى سره راټوله کړې وه وښوده، ورسره يى خپل ټنا کې ټاکې لاسونه هم بزگر ته وښودل او ترينه يي وغوښتل چي اوس نو ماته خپل د بخت ستورى راوښايه ځکه چې تا راسره وعده کړى وه. بزگر ليلا نوره هم وهڅوله او ورته يى وويل چي څه لاړه شه لدې پښى نه تارو اوبه نو هاغه وخت به ته د خپل بخت ستورى ته ورنږدې شى. ډيرى ورځى و اوښتې په پاى کې ليلا په ډيرو ستونزو د خپلي ترور په مرسته د تار او بدل زه کړل خو ليلا د خپل هر کار له ختميدو سره د بزگر خواته راتلله او دخپل کار په هکله هغه سره غږيده. سپين ږيرى بزگر به ليلا ډيره هڅوله او لارښونه به يې ورته کوله چې بايد تر پايه پورې خپل کار چي هغه د ليف او بدل دى ورسوى بيا به نو خپل د بخت ستورى له نږدى نه وگوري. وخت وتيريده پروين او ترور يى له ليلا سره د ليف په اوبد لوکى مرسته کوى ليلا هم په پوره ذوق او لېوالتيا سره د ليف او بدل يادوى پدې هېله چې يوه ورځ خپل د بخت ستورى ته ورسيږى. په پاى کې ليلا پدې وتوانيده چي خپل کار پاى ته ورسوى او د هغه ليف په اوبدلو سره دومره خوښه او خوشحاله وه غوښتل يې چې والوز ي. هغي له حکيم او پروين سره د خپل کار په هکله خبرې کولي . حکيم دې ته فکر کيږى چي ليلا څومره ښکلى ليف او بدلى دى ليلا ته وايى چې ډير ښکلى او ښايسته ليف دې او بدلى دى افرين دې په تاوي. ليلا چې د حکيم د خبرې په اوريدو يې په څيره کي د خوښى نښى معلوميدى او نرې موسکا يى په شونډو خوره وه وويل: اوس نو ما د ليف او بدل ياد کړل تاسو ته دا وعده ورکوم چې يو يو ليف به درته اوبم خو دا ليف چې دا ځما د ډيرو زحمتونو او تکليفونو لومړنې لاسته راوړنه ده دا مې خپلې ګرانې او مهربانى نياته وړم ځکه چې هغه بوډى ده اودې ته اړيتا لرى. حکيم له ليلا سره وعده کوى چي ته ليفونه اوبه اوزه به يى درته په بازار کې خرڅوم چې پدغه وخت کې له کومې خوا ډير تيز باد راوالوت او دونو پاڼې يى خورى ورى کړى او هرى خواته يى ورژولى د ليلا ترور ماشومانوته غږ که چى بچيانو هلى کورته راشى چي يخ دى ورځ تيره شوه. د شپې د ډوډې خوړلو نه وروسته ليلا د خونې دکړکۍ بره خواکې په ډيرې زړه تنگۍ سره ويده شوه ليلا په خوب کې وينى چې دخونې له کړکۍ نه له ستورونه د ډک اسمان په لور گورى او د اسمان ستورى ورته خاندى اوسترگکونه وهى. د ليلا پلټونکو سترگو له ستورنه گيلې کولې او په خواشينى ترينه پوښتنه کوي! (اى ستورو ولې نه وايى چي کوم يو په تاسو کې زما د بخت ستورى دى؟ په همدغه گيلو او مانو کې وى چي ليلا يو ډير خوږ نرم او زړه راښکونکى غږ اورى چى په ډيري مهربانى يى وويل: اى ليلا مه خواشېني کيږه زه ستا د بخت ستورى يم. ددې غږ په اوريدو سره ليلا له خپل ځاى نه اوچته شوه او ها خوا ديخوايى تروره وکتل ناڅاپه يى يو وړوکى ښايسته او ښکلى ستورى وليده چى د پنبى له غوزى نه ورته سترگکونه وهى او دا ناليف يىهم ورته خاندي: ستورى ورته وويل: ليلا جانى ما په اسمان کې مه لټوه زه دځمکې په سر ستاخواته نژدى يم دلته مې وگوره ځکه هرڅک چى د کسب او کار د يادولو لټه او هڅه کې وى هغوى کولى شى ماته ځانونه نږدى کړى. ليلا په چالاکى سره د هغه ليف په لورې ورمنډه کړه چي دى او بدلى او انايي په خونه کې ايښى و راواخيست او له ډيري خوښې نه يىچيغي کړى چى پيدا ميکړ پيدا مي کړ مامې د بخت ستورى پيدا که. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||