|
د بنجاري خورجين | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ژمي سړې هوا د ماشومانو لوبې هم سړې کړي دي . زياتره ماشومان ،سره له دې چې ګرمې جامې يې هم اغوستي وي ، خوبياهم ميندې اوپلرونه هغوى نه پرېږدي چې دهمزولو سره دلوبو لپاره له کوره ووځي. يواځې بنجاري ماما دى چې پخپلو خوږو خبرو او د ټکټي په شرنګيدلي غږ د ماشومانو ساړه له ياده باسي او هغوى ته ګرمي ورپه برخه کوي. مليحه له ځانه سره دا سندره وايي چې : (( شمالي جوش انګور اس بيا بچيم انګور بخور...) قدير په ريشخندۍ ورته وايي چې : (( په دې ساړه ژمي کې دې څه دانګورو سندره وايې ، انګورله کومه شول ، کاشکې په دې وخت کې انګور هم پيدا شي. )) په همدې وخت کې بنجاري ماما راځي او د ماشومانو په خبرو کې ورلويږي.قدير لاهم مليحه ملامتوي چې په دې ساړه ژمي کې ولې دانګورو سندره وايي . بنجاري خاندي او وايي چې لکه چې په دې ساړه ژمي کې مو انګوروته زړه شوى که څنګه؟ماشومان خاندي او له بنجاري پوښتي چې دوى ته يې څه سوغات راوړى دى؟
بنجاري له خورجينې يو خاورين لوښى راباسي چې يوڅه د مستو کټوې ته ورته دى . ماشومان د لوښي په لېدو بيلابيل نومونه پرې ږدي خو بنجاري ماما يې نه مني. په پاى کې قدير دبنجاري په اشاره خاورينه کاسه ماتوي،خو هغه څه چې په کاسه کې وو د ماشومانو زياته پاملرنه يې ځانته راواړوله. په کاسه کې تازه انګور وو.قدير د تازه انګورو په ليدو حيرانيږي او وايي چې دا سوړ ژمى او تازه انګور له امکان څخه ليري خبره ده ، خو يوه خبره کيداى شي چې په دې کار کې کوم راز وي. بنجاري خاندي او وايي چې دا کنګينه ده چې نه سُر دى او نه جادو، او کنګينه د افغانستان په شمالي سيمو کې ډير رواج لري. بنجاري په داسې حال کې چې دانګورو وږې په هغو اوبو چې له ځان سره يې راوړي پرې مينځي مليحه وايي چې پلاريې په همدې نيژدې ورځوکې انګور راوړي وو، خو هغه(مليحه) نپوهېده چې دې انګورو ته د کنګينې انګور وايي. ماشومان د کنګينې انګور په مزه مزه خوري اوبنجاري ته د هغې د خوږوالي ستاينه کوي. قدير چې له مليحې څخه زيات کنجکاودى له بنجاري څخه پوښتي چې څرنګه په دې بنده کاسه کې انګور تازه پاتې کيږي؟
بنجاري وايي چې دکنګينې راز په دې کې دى چې بنده ساتل کيږي ترڅو هوا ورته ونه رسيږي چې انګور تازه پاتې شي.مليحه حيرانيږي او په بې باورۍ پوښتي چې دا څرنګه امکان لري؟ بنجاري د موضوع د زياتې روښانتيا لپاره وايي چې کنګينه يا دا خاورين لوښى له مخصوصې خاورې يا خټې څخه جوړيږي او وروسته بيا د کاسې د پراخوالي او د ځاىد کنجايش په پام کې نيولو سره دانګورو وږي پکې خوا په خوا ږدي. وروسته بيا د کاسې خواو شا په خټه باندې بندوي چې هوا ور داخل نه شي، حتى ځيني وخت په يوه نري کړکي(نى) د کاسې هوا باسي. قدير پوښتي چې په يوه متوسطه کنګينه کې څووږي انګور ځاييږي؟بنجاري وايي چې دا خبره د کاسي په لوى والي او د ځاى په پراخوالي پورې تړلې ده ، د ساري په توګه هغه کنګينه چې همدا اوس موږ ماته کړه پنځه کوچني وږي پکې وو. قدير چې په دې برخه کې د لاډيرو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره تلوسه لري پوښتي ، چې په کنګينه کې انګور تر څه وخت پورې ساتل کيداى شي؟ مليحه وايي شايد د انګور دپخيدو له وخته د ژمي تر پايه پورې پکې وساتل شي.بنجاري د مليحې خبرې تاييدوي او زياتوي چې په کنګينه کې ددې لپاره انګور ساتي تر څوپه ژمي ا وپسرلي کې هم تازه انګور تر لاسه کړي. بنجاري د انګور پاتي وږي ماشومانو باندې ويشي او خپله نورو کوڅو ته روانيږي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||