|
د ژوندکيسې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اخترى : او نور کوڅې باغونه او دماشومانو دلوبولپاره وړ ځايونه نه وو، يوازينى شي چې ډير ترسترګو کيده هغه دشوخو هلکانو ناآرامى او بي ځايه منډې ترړي وي . په همداسې يوه ورځ کې چې واوره په اخلاص وريدله ليلا نذيره او وحيده دکاملي دوي کره دصندلۍ شاوخوا ناستې او په غورو اخته وي .څرنګه چې اختر درسيدو په حال کې و نودهغوى دغورو سکالو ( موضوع ) هم اختراو اخترى و . کاملې دغورو په ترڅ کې وويل : وګورى نجونو ، څومره مميز اوغوزان مې درته راوړي دي اوس تاسې ونيسى چې څه مو راوړي دي ؟ هري نجلۍ دميلي لپاره له ځانه سره يوڅه راوړي وو، له نذيري سره لږ توت اوستوان او له ليلاسره جلغوزي وو. خوکله چې دوحيدى وار ورسيد سريې ټيټ واچاوه او ځان يې دخپلولاسونو په ننداره بوخت کړ، خوکاملې بياهم له هغې وپوښتل چې تادميلي لپاره څه راوړي دي ؟ وحيدې چې ترترخي موسکا لاندي دخپل شرم دپټولو په هڅه کې وه وويل : کاملې جانې ! دصندلۍ پرمخ هرډول ميوي کوټ دي څرنګه چې بله داسې ميوه نده پاتې چې ماراوړي واى نوځکه غواړم زه دميلمه په توګه اوتاسې کوربه اوسئ . دوحيدي ددغي خبري په اوريدو کامله وسوريدله او په بګوره او پيښوکږه خوله يې وويل غواړم ميلمه شم . زمونږ نابللى ميلمانه ندي پکار که څه شي راوړي راوړه که نه دلته ستالپاره ځاى نشته . ليلا او نذيري چې هرڅومره وحيدي ته وويل ، چې همدومره ميوي او خواږه بس دي خوپه کاملې يې اغيزه ونکړه ، په پاى کې وحيدي له درده په ډک ستونى وويل: اى وږي تږي غلې شه غلي نن مي مور نيني کوي هيڅ يې درته نه راوړم، اوپه چټکوګامونو چې دهغي دبګوري ښکارندوى وو، دکاملې دوي له کوره ووتله وحيده لاړه اونور په ميله کې اخته شول خو داميله دتيروميلو په څيرنه وه، ليلا اونذيري پرله پسې کامله ملامتوله او دوحيدې يادونه يې کوله .
له هماغې ورځي وروسته وحيده اوکامله يوه له بلې خوابدي شوي او نه سره غږيږي اخترته څو ورځي پاتې وي، په يوه لمريزه ورځ څلور واړه خورلڼي کوڅي ته راوتي وي چې ديوي بنګړيوالې غږيې ترغوږ وشو ، بنګړيوالې غږ کاوه چې بنګړي واخلئ بنګرې ، ليلا اونذيري له خوښيه په ډکوټوپونو منډه کړه چې اختر دجامو په راتګ ځان ته بنګړي رانيسې خوپه نيمه لاره کې يې وغوښتل چې له کاملې او وحيدي ځينې وپوښتي وحيدې چې داخترلپاره سرې جامې کړي وي غوښتل يې سره بنګړي واخلى خوپدې وخت کې کاملې ددې لپاره چې وحيده وځوروي هغه په غوږووهله او ويې ويل پلار مې له پيښوره راته داسې ډول ډول شيان بنګړي او نور شيان راوړي چې دډيرو خولې به ورته وازي پاتې شي . وحيدي هم ځان شاته پرې نښود زياته يې کړه چې ترور يې ورته له پيښوره داسيې بوټونه راوړي چې وايې غوندي دځينو زړونه به وچوي ، په پاى کې دغه ويناوي دجګړي پولي ته ورسيدي چې نذيره او ليلايې مينځګړي توب ته اړي کړې . اخترته دري ورځي پاتي دي شپه له نيمايي اوښتي وه دکاملي مور دزړه په زور په ماشين ګنډل کول خو دکاملې بياخپلو نيموګنډلو شويو جاموته بې زغمه او زړه تنګي وه او ورسره عجيبه چورتونو او ځورونکو تصورونو هغه په غيږ کې نيولې وه . کاملې وحيده ليدله چې داخترپه نوو سرو جاموکې ده اوپه تورو اوګڼوويښتانو کې يې دلمر زرينې وړانګي ښکلې او ځلانده قيتکان ځلوي .په لاسونو يې دجامو په رنګ سره بنګړي دنکريزو له رنګ سره له ورايه ترسترګوکيږي اوپه مکيزمکيز دکاملې په لور را روانه ده ترڅو داهرڅه وروښيي، ناڅاپه دکاملې دورور نسيم غږ دهغې ټول چورتونه ګډوډکړل. نسيم دمور ددي شکايت په وړاندي چې ( ډيره ستړي شوي يم ) وويل : نور دکاملې دجامو ګنډل بس که څه پروا کوي که په يوه اختر کې يې نوي جامې وانه غوستې. کاملې ددغو خبرو په اوريدو اور واخيست اوپه نسيم يې ور ودانګل .په داسې حال چې مور يې په هغوى پټکه کوي او غلي کيدو ته يې بولي پلار يې کوټي ته راځي له خپلې ميرمني غواړي چې جامې يې هرومرو وګنډي ځکه چې تراختر وروسته دلالاګل دوي کره ځي . کاملې په هيښتيا پلار ته وويل : تاسې خوله لالاګل سره خوابدي وئ. لاپلار يې په خندا ځواب ورکړچې اختردخوابدي او کينو دليري کولو وخت دى ، زه هم خپلې پخوانۍ دښمنۍ ته دپاى ټکى ږدم او داختر په پلمه ورسره پخلاکيږم شپه له هغوټولو چورتونو سره چې کاملې لرل تيره شوه .ګهيځ داخترترلمانځه وروسته دکاملې دوى دکور ور وټکول شو، خوهمداچې يې ور پرانست دخپل تصور برعکس يې وحيده وليدله چې له ليلا او نذيري سره اخترمبارګۍ ته راغلي وه . کامله چې په خپلو کړو سخته پښيمانه وه له وحيدي نه مننه کوي چې له کيني او خوابدۍ يې لاس اخيستى .وحيدې په خندا وويل چې اخترخودخوشالۍ ورځي دي بايد خوشاله اوسو . په پاى کې وحيده او کامله ترغاړي وځي يودبل مخ ښکلوي اختر مبارکي وايې او دنويو جامو ستاينه کوي، او ټول په ګډه له موسکانه په ډکو شونډو دبازار په لور روانيږي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||