|
څيرې اوسيمې؛ دامير بند | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناديه په داسې حال کې چې د کور په لور روانه ده، دخپل ورور حشمت سره مخامخ کيږي چې له بازاره راغلى دى.ناديه هغه عکس يا پستکارت چې موندلى يې دى په ځان ښودنه حشمت ته ښيي. حشمت درڼو اوبواو د سيند د شين رنګ ستاينه کوي. دواړه په همدې خبرو بوخت وي چې يوناڅاپه ګاډيوانه ترور دخپلې لوړې ونې ،جگې خندا او جاديي موزيک سره راپيدا کيږي. ماشومان د ګاډيوانې ترورپه ليدو خوښي څرګندوي او هغه پستکارت چې د هغه په اړه يې خبرې سره کولې ،ګاډيوانې ترور ته ښايي. ګاډيوانه ترورد پستکارت په ليدو سره وايي چې دا داميرد بند تصوير دى چې د باميانو د پېژندل شوو ميله ځايونو له جملې څخه دى او زياتوي چې په سلهاو کسان له بهره اود هيواد له ګوټ ګوټ څخه ددې بند دليدو لپاره راځي. ماشومان په ټينګار له ګاډيوانې ترور څخه غواړي چې هغوى دامير دبند ليدو ته بوځي.ګاډيوانه ترور يې مني اود (انګړه،بنګړه،دنګړه،چف) جادويي کلمو له ويلو سره جوخت دګاډۍ اسپ په زوره ششنى کوي او په منډه نېژدې او په خپل ټول توان دريږي. په ګاډۍ کې د ماشومانواو ګاډيوانې ترور تر کيناستلو وروسته، د(چم چم چين ،چو قمچين) د کلمو په ويلو سره ګاډۍ دباميانود امير دبند په لورالوزي. دالوتو تيزوالى اود شمال(باد) اواز ناديه ، حشمت او ګاډيوانه ترور مجبوروي چې په لوړ اواز خبرې وکړي. د الوتو په مهال ناديه او حشمت دځمکې د زرغونوالي او دبنددرڼواوبو او د هغه دپراختيا په اړه خبرې کوي او هغه د پستکار ت له تصويره ښـکلى ګڼي.ګاډۍ په تلوتلو کې خپل منزل ته ورنيژدې کيږي او ګاډيوانه ترور ماشومان پوهوي چې د ګاډۍ د کښته کيدو په مهال دخپلو ځانونو پام وساتي ،چې وروسته ګاډۍ د (اللوپللو اللو پللو اللو پللو) په ويلو سره په ځمکه کښيني.
چاپيريال له خوښيو ډک دى. زيات خلک د غټانو او ماشومانوپه ګډون د امير دبند ليدو ته راغلي دي. هريو د خپل توان په کچه د ميلې او ليدنو کتنو څخه خوند اخلي. يو شمير کسانو ميله ( ميلمستيا) کړې ده د څښاک او خوراک رنګارنګ دسترخوانونه يې غوړولي او ځينو يې د خپلو همزولو سره دنورودليدو لپاره په چکر وهلو پيل کړى او ځيني نور يې بيا وړې کشتۍچلوي او ياهم په سودا اخيستلو يا په اخلي پخلي بوخت دي. په دې منځ کې ناديه او حشمت غواړي په پوره بې پروايۍ ها خوا دې خوا ټوپونه ووهي او هر لوري ته په منډو رامنډو له هره ځايه ليدنه وکړي،.ناديه پوښتنه کوي (( لکه چې دابند خامخا په همدې نيژدې وختونو کې جوړ شوى،ځکه چې خلک يې نوي ليدو ته راځي)) ګاډيوانه ترور خاندي او وايي چې پوره نه پوهيږي خو په هر حال دا بند ډير پخوانى دى. ځيني په دې اند دي چې دامير بند(ديوال) يو طبيعي بند دى چې سارى يې په نړۍ کې نه ليدل کيږي، خو دامير دبند په اړه له تيرو وختونو نه ډيرې زياتې کيسې موږ ته راپاتې دي. داکيسې واقعيت نلري خوله ډيرو پخوازمانو راهيسې له يوه نسله بل نسل ته انتقال شوي دي. يو سپين ږيرىسړىچې په يوه کونج کې يې خپل دلاس لرګي ته ډډه وهلې او تسبيح يې په لاس کې دي، دګاډيوانې ترور پاملرنه ځانته را ګرځوي.ګاډيوانه ترور ورځي او غوښتنه ورځنې کوي چې دامير د بند کيسه ورته وکړي. بوډا د خپل نيکه له قوله وايي ، چې يو ه له ډيرو پيژندل شوو کيسو چې دامير د بند په هکله شته داده چې (( ددې بندبنسټ له نن څه دپاسه 1400کاله پخوا د حضرت علي( کرم الله وجهه) په واسطه ايښودل شوى دى.)) ماشومان حيرانيږي او د زياتو معلوماتو غوښتنه کوي.بوډا خپل يو لاس په بل لاس اچوي ،ټيټيږي او خپله زنه په خپل لاس ږدي او خپل د لاس لرګي باندې په ډډه وهلو سره خپلو تيرو خاطرو ته په چرتونو کې ځي، او دخپل ذهن پر مخ په پاڼه وهلوسره پيړۍ پيړۍ راژوندۍ کوي.
هغه کيسه کوي چې (( کله چې حضرت علي دلته تشريف راووړ يو سوالګر راغى او په عاجزۍ يې له هغه څخه د مرستې غوښتنه وکړه. حضرت علي وويل چې دا سوالګرد بربر پاچا ته بوځئ او خرڅ يې کړئ اودوزن په اندازه يې پيسې ځيني واخلئ.که چيرې د بربر پاچاوپوښتل چې دا سړى څه کمال لري،ودې وايي چې هره ستونزه حل کوي. سوالګر د لارښوونې سره سم عمل کوي او پاچاهم هماغه څه پوښتي چې ګومان يې کيده. په پايله کې دبربر پاچا وايي چې هغه(پاچا) درې ستونزې لري، که چيرې ددې ستونزوغوټه وازه شوه نو دا سړى به واخلي ددې ستونزو له جملې څخه يوه هم د بند جوړول وو. ځکه هر ځل چې پاچاپه زيات لګښت دابند جوړاوه،پرله پسې بارانونو سربيره پردې چې نوموړى بند يې وراناوه له حده زيات نور زيانونه به يې هم اړول. هماغه و چې حضرت علي دخداى په نامه د بندپه جوړولو پيل وکړ چې له هماغې ورځې وروسته دا بند امير دبند په نامه( چې منظور ترې اميرالمومنين دى) ياديږي. ماشومان ددې کيسې په اوريدو گنګس او حيرانيږي. ګاډيوانه ترور د ماشومانو د فکر دبدلو لپاره د هغوى پام هغو وړو کشتيو ته ور ګرځوي چې ليدونکو ته د چکر وهلو لپاره په کرايه ورکول شوي. ماشومان هم په هماغه لوري درومي او له ګاډيوانې ترور څخه په وار وار غوښتنه کوي چې هغوى هم په يوه وړه کشتۍ کې کښېنوي.. ګاډيوانه ترور يې مني او دماشومانو سره يوځاى د کشتيو په لور ځي. حشمت ناديې او ګاډيوانې ترورته وايي چې ځينې کشتۍ يې د ماشين په واسطه او ځيني نورې يې د باسيکل په څېر په پايډل حرکت کوي. ماشومان له ګاډيوانې ترور سره ټول په کشتۍ کې کښيني. کله چې کشتۍ د اوبو سينه څيرې کوي اوپخپل ټول سرعت په مخ درومي، ماشومان ويريږي اود اوبو له هرې څپې سره کشتۍ د ګرداب په څير د اوبو بيخ ته ورننوځي، ماشومان کله چيغې وهي او کله هم د خوښۍ خنداګانې کوي. ناديه دبندد پراخوالي اوژور والي په اړه غږيږي. کله چې کشتۍ دريږي او سورلۍ کوزيږي، ناديه او حشمت غواړي له کوم چا څخه د بند د ژوروالي په اړه وپوښتي. بالاخره د يوه کس څنګ ته ورځي چې په يوه غرفه کې ناست دى اوکشتيوته ګوري ، له هغه څخه د بند د ژوروالي په اړه پوښتي.
هغه کس وايي: (( ددې بند له عجايبو څخه يو دادى چې تر اوسه دهغه د ژور والي کچه نه ده ټاکل شوې، خو زما په اند شايد د 70 يا 72مترو په کچه ژوروالى به ولري.)) ناديه پوښتنه کوي چې داوبو ژوروالى يې څنګه تخمينوي،نوموړى سړى د هغې خبرو ته په پام کې لرلو سره وايي چې: (( د ژمي په رارسيدو سره د بند اوبه يخ وهي او خلک په اسانۍ سره په بند تګ او راتګ کولاى شي، په هماغه وخت کې د بند يوه څنډه سورۍ کوو اويو روند شى په يوه تار پورې غوټه کوو او اوبو ته يې ورکښته کوو، کله چې نوموړى شى بيخ يا سطحې ته ورسيد، بيا دريږي. بيا نو تار متر کوو،چې په دې توګه د بندد ژوروالي کچه مالوميږي.)) ګاډيوانه ترور وايي چې هغې اوريدلي وو چې بهرنيان(غربيان) د بند د ژوروالې د کچې د مالومولو لپاره راغلي وو. نوموړى سړى دګاډيوانې ترور د خبرو په تاييد زياتوي چې : ((دوه تنه بهرنيان په اکسيجن اونورومخصوصو لباسونو سمبال د بند اوبو ته ور دننه شول. نيژدې درې ساعته ورک وو، کله چې بيرته پيدا شول د هغوى څخه د هغوى د څېړنو په اړه ترې وپوښتل شول، هغوى وويل چې دبند اوبه په بيلابيلو پوړيو ويشل شوي چې هغوى وکولاى شول تردرېيمې پوړۍ پورې کښته ولاړشي، چې نوريې له ويرې نه شواى کړى پر مخ ولاړشي.))
دمسوولينو له ډلې يوبل تن د بند د ګټوپه اړه وايي : (( ددې بند يوه ستره ګټه داده چې هيڅکله يې اوبه نه کميږي او تل په يوه حال وي. حتى په هغو څوکلنو د يادونې وړ پرله پسې وچکاليو کې هم ددې بند اوبو عادي حالت درلود.ددې بند بله ګټه داده چې د کرنې د ځمکې په اوبه کولوکې هم ترې کار اخيستل کيږي او دبلخ ترولايت پورې کروندګر ددې بند له اوبو کار اخلي.)) په همدې حال کې يو له بهرنيانوڅخه چې نيم بربنډ او يو بکس يې په شا دى، د حشمت او ناديې پاملرنه ځانته رااړوي، بهرنى سړى خبرې کوي خو ماشومان يې هيڅ په خبرو نه پوهيږي ځکه چې په بهرنۍ ژبه غږيږي خو له لږ ځنډ وروسته ګاډيوانه ترور دنوموړي د خبرو په ژباړلو دهغوى ستونزه هواروي.بهرنى سړى خپل ځان پاک ياک چون معرفي کوي او وايي چې د جنوبي کوريا دى او دنوروبيلابيلو هيوادونو دسيالانيانو سره يوځاى داميردبند ليدلو ته راغلى دى. نومړى د بند په ستاينه کې وايي چې ما ډير هيوادونه ليدلي خو دومره ښکلى او شين بند مې تر اوسه نه و ليدلى. هغه وايي چې دلته ډير خوښ دى ځکه چې دامير بند د سيلانيانو لپاره د پاملرنې وړ ځاى دى او همدارنګه کيداى شي دافغانستان لپاره ښه عايد ولري. په پاى کې ماشومان او ګاډيوانه ترور خپلو ګرځېدنو او ساتيريو ته دوام ورکوي او پاى کې جادويي ګاډۍ ته دراتلو لپاره تياريږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||