BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:03 گرينويچ 2006 ,23 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: خبرې کوونکى سوى

خبرې کوونکى سوى

د ورځې پيل دى او هوا هم دومره سړه نه ده. لمر خپلې زريني وړانګې په هر لوري خپرې کړي دي. يو شميرماشومان په ډيرې خوښۍ په داسې يوه ميدانۍ کې سره راټول شوي چې څو کوڅې يې سره يوځاى کړي دي. ماشومانو شورماشور جوړ کړى او خپلې لوبې کوي او دزړه له اخلاصه خاندي ، خو کله چې دبنجاري او دهغهدټکټى اوازله بلې کوڅې اوري ، په بيړه په هماغه لوري درومي.

له سلام او روغبړ وروسته ماشومان له بنجاري نه پوښتي چې داځل له کومو سوغاتونو سره راغلى دى؟ مهربانه بنجاري په خپلوهميشنيو شوخيو خورجين ته لاس تېروي.ټول ماشومان په بيلابيلو څېرو: حيران ، آرام او شوخ او په مختلفو ژستونو په بې وارۍ سره دې ته ماطل دي چې بنجاري ورته له خورجنينې څه شى راباسي.

په همدې وخت کې د ماشومانو له مينځه مينا ګوري چې دبنجاري خورجين په پرله پسې ډول ښوري، لکه کوم شى چې په خورجينې کې د حرکت په حال کې وي. مينا د خپل ورور فتاح سره پس پسک کوي.

بنجاري بيخي د مداري په څېر د هر يو ماشوم حرکات تر سترګو لاندې څاري،وروسته له فتاح څخه غواړي چې د خورجينې منځ کې وګوري،فتاح همداسې کوي او بنجاري په اشاره سره ماشومانو ته وايي ((چې دخورجينې په منځ کې يو کوچنى حيوان دى چې بيخي ديوه غټ خټکي په څير دى، څلورپښې اويوه لکى لري ،ويښتان يې نرم او ښوى دي.))

مينا چې غواړي له ټولو مخکې پوه شي، وايي ضرور پشۍ ده، پداسې حال کې چې فتاح او بنجاري خاندي ،دفعتاً له خورجينې څخه يو ډيرنرى او زړه راښکونکى غږ راپورته کيږي ، چې په بيړه خبرې کوي او د خپل ځان په با ب نښې وايي.

ټول ماشومان د حيوان په خبرو حيرانيږي. حيوان وايي: (( سربيره پردې چې زه پشۍ نه يم ، له پشۍ څخه ډيره ويريږم )). مينا او ماشومان پوښتي : (( نو څه شى يې؟))

حيوان دډيرو نښو ويلو ته دوام ورکوي.هغه څه چې په وجود کې يې د سړي زياته پاملرنه راګرځوي، هغه دهغه دوه لنډ لاسونه او د مخې دوه اوږده غاښونه يې دي ، چې په خوراکي شيانو کې يې ګازرې ډېرې خوښيږي.

مينا او نور ماشومان د بنجاري په مرسته يادې شوې نښې يو ځل بيا تکراروي اوبيلابيل ځوابونه ورکوي چې په پايله کې مينا سم ځواب پيدا کوي چې سـوى ده.

سپينه ،وړه او ښکلې سوى له خورجيني سر راباسې ، له دې سرسره چې ټول ماشومان له نظره تيروي ،پوښتي چې آيا په رښـتيا يې هغه(سوى) خوښيږي او غواړي د هغې په اړه په څه باندې پوه شي ؟

ټول ماشومان په يوه غږ د هو ځواب ورکوي . مينا له سوى څخه پوښتنه کوي ، چې سوى زياتره په کومو ځايونو کې پيدا کيږي؟ سوى وايي چې سوى زياتره وحشي وي، په دښتو،بيابانونو او ځنګلونو کې ژوند کوي ، خو ځيني سوى هم شته چې خلک يې په کورونو کې ساتي او اهلي کيږي.

فتاح سوى ته وايي چې هغوى ( سوى) زياتره مضرې وي اوپه کورونو کې سوري (لکه د تونلونو په څير) باسي. سوى خاندي اووايي چې : (( نه موږ مضرې نه يوو. يو داچې سوري يا کندې زموږ د اوسېدنې ځاى دى او بله داچې موږ ډيرې ډارنې يوو اوپه معمولي اواز ډاريږو.د همدې لپاره دتېښتې څو لارې لرو.)) ټول ماشومان خاندي.

سوى وروسته له دې چې يو څه په جديت سره خبرې کوي د کورونو د سوري کولو په باب وايي : ((موږ سوى معمولاً په کال کې دوه ځلې د 4 څخه تر 12 پورې يا په منځنۍ توګه 7 ماشومان زيږوو.په همدې خاطر د نوو کورونو جوړولو ته اړې کيږو، چې اکثراً دپس خانو ديوالونه سوري کوو.))

مينا زياتوي ، چې غټې سوى زياتره ګازرې خوښوي، خو د سوى د بچيو د تغذيې په اړه چې په څه نپوهيږي له سوى څخه پوښتي ، چې سوى يې په ځواب کې زياتوي : (( هو، هماغه شان چې ماشومان د غټانو له خوړو څخه ګټه نشي اخيستلاى،په همدې څېردسوى بچي هم د 4 څخه تر 6 مياشتو پورې د خپلې مور شيدې خوري، خو کله چې غټ شول د بيلابيلو سبو،واښو،اود ونو له رېښوڅخه ګټه اخلي. خود غاښونو له رالوئيدو سره جوخت د ګازرو په خوړلو پيل کوي. ))

بنجاري د سوى د عمر په اړه پوښتي ، سوى بې له ځنډه ځواب ورکوي ، چې سوى په منځۍ کچه له 5 تر 6 کلونو ژوند لري، خو د عمر ترټولو لوړه کچه يې 15 کالو ته رسيږي.))

فتاح د خپلې انا له خولې وايي ، چې اوريدلي يې دي ،چې د سوى غوښه ډيره خوندوره وي. سوى خاندي او زياتوي نه يوازې داچې خوندوره ده ، د نفس تنګۍ لپاره هم ګټوره ده.

سوى ددې خبرو تر ويلو وروسته خورجينې ته ننوځي. ماشومان په ځانګړې توګه مينا چې له سوى سره يې خبرې ډيرې خوښېدې، له بنجاري څخه غواړي ، چې له سوى سره ورته د خبرو زمينه برابره کړي. بنجاري وايي ، چې له دې وروسته نه يواځې داچې له سوى سره بلکې له نورو حيواناتو سره به هم د خبرو زمينه ورته برابروي، ترڅو ټول ماشومان د خپلې خوښې حيواناتو په هکله په زړه پورې مالومات تر لاسه کړي.

بنجاري خپلې خبرې ختموي، خورجين په شا کوي او له ماشومانو سره خداى پاماني کوي او نورو کوڅو ته روانيږي.

داسرارو پرده د تعليمى خپرونو لړۍ
د اسرارو پرده
دامير بندتعليمي پروگرامونه
څيرې اوسيمې ؛ د امير بند
 مسابقهتعليمي پروگرامونه
د ژوند کيسې ؛ مسابقه
اوبه د بدن اړتيا اوبه د بدن اړتيا
د ماشومانو لپاره د تعليمي خپرونو لړۍ
زرافه تعليمي پروگرامونه
يوه ماڼۍ او زردريڅې؛ زرافه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت