|
روسيه : حماس به مسووليت احساس کړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د فلسطين د اورپکې ډلې حماس مشران په مسکو کې نن د شنبې په ورځ ( ١٣ د مارچ ٤ ) هم خبرو ته دوام ورکوي . دا غونډه د حماس چې اوس د فلسطيني ادارې مشري کوي او د منځني ختيځ د سولې د يوۀ منځگړي ترمنځ لومړنۍ ناسته ده . روسيه غواړي چې حماس له تاوتريخوالي لاس واخلي او اسراييل په رسميت وپېژني . خو د لومړۍ ورځې خبرو نه کوم برياليتوب لارۀ او نه هم پکې څه مراعات وشول که څه هم حماس وويل چې دوى له اسراييل سره په اړيکو کې پر مختگ غواړي . په مسکو کې د بي بي سي يو خبريال وايي روسيه د اړيکو په باب په محتاط ډول هيله منه ده او تمه لري چې دوام به ومومي خو زياته يې کړه چې په دې نوښت روسيې اسراييل غصه کړى او د نورو منځگړو له لارې څخه هم اوښتى دى . د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف وويل : (( زۀ يو څه محتاطه هيله لرم اوس چې حماس د فلسطيني او منځني ختيځ د سياست مشروع فکتور دى نو پر خپل نوي رول به له سره غور کوي د دغۀ رول لپاره به ښايي هغه وخت دوى چمتو نه وو چې ټاکنې کيدې خو اوس به حماس پر خپلې ونډې له سره غور کوي او حماس به د فلسطيني ولس په وړاندې پر خپل مسووليت له سره غور کوي .)) بل پلو د عربي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران نن په قاهرې کې سره ويني چې تمه ده خبرې به يې په فلسطيني ټاکنو کې د حماس پر بري غور کوي . فلسطيني ادارې ته د نړيوالو مرستو اټکل شوي کمښت عربي هيوادونه اندېښمن کړي دي . شننونکي وايي مصر او سعودي عربستان په هيله دي چې حماس داسې يوۀ دريځ ته وهڅوي چې لږ تر لږه د اسراييل شته والى ومني . تمه ده چې د بهرنيو چارو زيران به له اسراييل څخه هم وغواړي چې د ١٩٦٧ کال پولو ته ستانۀ شي . د عراق پر تاوتريخواليو به هم خبرې وشي . عراقي حکومت غواړي چې پر نورو عربي هيوادونو ټينگار وکړي چې په بغداد کې يې ديپلوماتيک استازي د نوي عراقي دولت ملاتړ وښيي . | ورسره تړلي نور خبرونه عباس : د پيسو له نشتوالي سره مخامخ يوو20 فبروري, 2006 | خبرونه مشعل : حماس له تاوتريخوالي لاس نه اخلي08 فبروري, 2006 | خبرونه د حماس حيرانونکي بري ته نړيوال غبرگون27 جنوري, 2006 | خبرونه اسراييل له حماس سره جوړجاړى نه غواړى27 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||