|
مشعل : حماس له تاوتريخوالي لاس نه اخلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د حماس مشر خالد مشعل، د فلسطين په پارلماني ټاکنو کې تر بري وروسته، د اسراييلي ښکېلاک په وړاندې د مقاومت کلک ملاتړ کړى دى. د مصر په پلازمېنه – قاهره کې يوه خبري کنفرانس ته د غږېدو پر مهال وويل چې د نړيوالو فشارونو له لارې د تگلارې اړولو ته د حماس اړ ايستل ممکن نه دي او نور هغه وخت رارسېدلى چې نړۍ پر اسراييلو زور واچوي. ښاغلي مشعل وويل حماس به تاوتريخوالى رد نه کړي، ځکه چې د ښکېلاک په وړاندې درېدل يو مشروع کار دى. خو هغه دا خبره تکرار کړه چې حماس چمتو دى يو اوږدمهالى اوربند اعلان کړي، که چيري اسراييل هم يو لړ کلکو شرطونو ته غاړه کېږدي او په دې ډله کې د ١٩٦٧ کال پولو ته د بېرته ستنېدو خبره ومني. د اسراييلو د بهرنيو چارو وزارت وياند مخکې ويلي وو حماس چې لاهم د اسراييلو ورانول غواړي، نه شي کېدى چې د سولې په موضوع کې يو شريک واوسي. | ورسره تړلي نور خبرونه د حماس حيرانونکي بري ته نړيوال غبرگون27 جنوري, 2006 | خبرونه اسراييل له حماس سره جوړجاړى نه غواړى27 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||