|
د حماس حيرانونکي بري ته نړيوال غبرگون | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د فلسطيني ټاکنو پايله تر ډېره يوې سياسي زلزلې ته پاتې کيږي، لکه د ايريل شارون پرېکړه چې د غزې له تراډې ووته او په پاى کې يې يو نوى مرکز پلوى سياسي گوند جوړ کړ چې د ځمکو پر سر نورو جوړجاړيو ته ژمن دى. د فلسطين او اسراييلو تر منځ د لانجې ډېرى زاړه څرگند اړخونه په بل مخ اړول شوي. په دې بهير کې د مراجعې نظرياتي ټکي بدل شوي. نو د حيرانۍ خبره نه ده چې نړيواله ټولنه د حماس بري ته په خپل ځواب کې په پرېکنده توگه محتاطه ده. د واشنگتن، د روسيې په گډون د هغو څلورو هېوادو او ټولنو چې د سولې د لارنقشې څارنه کوي او په خپله د اروپايي اتحاديې له خوا خپرو شوو ويناوو د فلسطيني ولسواکۍ د څرگندېدو هرکلى کړى، په داسې حال کې چې وايي په سياسي بهير کې د هغو ډلو لپاره هېڅ ځاى نشته چې د زور زياتي پلوي کوي او يا د شته والي لپاره د اسراييلو حق نه مني. نواوس خبره تر ډېره دې پورې ده چې د حماس حکومت څه ډول چلند کوي. آيا پر ځانمرگو برېدونو به خپل اغيزمن بنديز ټينگ وساتي؟ او آيا د نورو فلسطيني ډلو له خوا به د بريدونو د مخنيوي هڅه وکړي؟ کله چې حماس ته له واشنگتن، لندن يا بروسلز نه وکتل شي، ښايي ډېر عيبونه پکې وي، خو دوه خبرې يې په گټه دي. دا ډله په خپل کلک والي او د پرېکنده عمل د وړتيا په لرلو پېژندل کيږي. او اوس يوه پياوړې وگړنۍ دنده ورله غاړې شوې. په پراگمتاتيک بنسټ، آن اسراييلو هم له نوې فلسطيني ادارې سره تماسونه نه دي رد کړي. په حقيقت کې د حماس له سيمه ييزه چارواکو سره د ټيټې کچې عملي تماسونه لا له وړاندې عام دي. هغه څه ته چې د سولې بهير نومول شوى، په بشپړه توگه ستنېدل ناشوني بريښي. صحنه دې ته چمتو ده چې که شراېط سم وي، اسراييل به نور يو اړخيز گامونه اخلي. خو دا په خپله د اسراييلو د ټاکنو پايلو پورې اړه لري چې دمارچ په مياشت کې تر سره کيږي. او د حماس برى به اوس نو په دغه سيالۍ کې يو مهم عنصر وي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||