BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:45 گرينويچ 2006 ,27 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اسراييل له حماس سره جوړجاړى نه غواړى
د حماس ملاتړي
نوې فلسطيني اداره به حماس جوړوي
اسراييلو ويلي له داسې يوۀ فلسطيني دولت سره به چې حماس پکې وي معامله ونه کړي، خو ورسره ورځني تماسونه يې نه دي رد کړي.

اسلامي ډلې حماس د پنجشنبې په ورځ په فلسطيني پارلماني ټاکنو کې پراخ برى تر لاسه کړ. دوى له ١٣٢ څوکيو څخه ٧٦ گټلي.

د اسراييلو لنډمهالي لومړي وزير ايهود المورت ويلي چې د حماس تر ولکې لاندې نوې فلسطيني ادارې سره به خبرې ونه کړي. هغه له " يوې وسله والې ترهگرې ډلې سره چې د اسراييلو لمنځه وړل غواړي" د خبرو شونتيا رد کړه.

نړيوالو مځنگړو پر حماس زور اچولى چې له زور زياتي لاس واخلي او د اسراييلو دولت په رسميت وپېژني.

فلسطيني ولسمشر محمود عباس ، چې د واکمن گوند فتح مشري هم کوي، ويلي له اسراييلو سره يوې سوله ييزې روغې جوړې ته ژمن دى.

بيت المقدس کې د بي بي سي خبريال جميز رېنولد وايي حماس د واک نيولو ته کومه سملاسي بيړه نه لري، او اټکل دى چې له محمود عباس سره د نوي حکومت د جوړښت پر څرنگوالي خبرې اترې پيل کړي.

حماس څرگنده کړې چې يوه پرگماتيکه تکنوکراته اداره غواړي، خو پر دغې ډلې نړيوال فشار په ډېرېدو دى چې له خپلې وسله والې مبارزې لاس واخلي او د اسراييلو دولت ومني.

هغه څلورو هېوادونه او ټولنې چې د لارنقشې په نامه د سولې د نړيوال پلان څارنه کوي د دوشنبې په ورځ په لندن کې سره کيني چې پرېکړه وکړي اوس له حماس سره چې ټاکنې يې گټلي څه وکړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت