|
عباس : د پيسو له نشتوالي سره مخامخ يوو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د فلسطين مشر محمود عباس وويل د دوى اداره له مالي کړکيچ سره ځکه مخامخ شوې چې اسراييل پرې اقتصادي جريمې لگولي دي او متحدو ايالاتو ترې د مرستې په توگه سپارلې پيسې بيرته غوښتي دي . ښاغلي عباس د غزې په تراډه کې خبرې کولې همدلته به دى د حماس د اورپکې ډلې له مشرتابۀ سره خبرې اترې کوي چې د فلسطين انتخابات يې گټلي دي . تر دې وړاندې د اسراييل کابينې وپتېيله چې په ميليونونو ډالره هغه پيسې له فلسطينيانو وگرځوي چې هره مياشت يې د هغوى لپاره په گمرکونو کې ټولوي . دغه پيسې د مياشتې ٥٠ ميليونه ډالره کيدې . خبريالان وايي دا گامونه د دې لپاره اخيستل شوي چې په فلسطينيانو کې د حماس ملاتړ کمزورى کړي ، داسې هيله ده چې حماس به د نوي حکومت مشري په غاړه لري هغوى اسراييل په رسميت نه پېژني . اسراييل نه غواړي چې د دوى په خبره پيسې ترهگرو ته ورکړي. اسراييل دا هيله هم لري چې د فلسطينيانو له خوا د حماس ملاتړ کمزورى کړي. د فلسطينيانو مشر محمود عباس ويلي دي داسراييلو له دې کار سره فلسطيني اداره مالي ستونزو کې ډوبه شوې ده. خود حماس مشرانو ويلي دي که اسراييل په دې فکر وي چې د پيسو له ايسارولو سره به دا ډله خپلې تگلارې بدلې کړي نو تيروتنه کوي. دوى په دوامداره ډول ويلي دي د هر ډول پرمختگ لپاره بايد لومړى اسرايل د فلسطينيانو د حقوقو احترام وکړي . | ورسره تړلي نور خبرونه مشعل : حماس له تاوتريخوالي لاس نه اخلي08 فبروري, 2006 | خبرونه د حماس حيرانونکي بري ته نړيوال غبرگون27 جنوري, 2006 | خبرونه اسراييل له حماس سره جوړجاړى نه غواړى27 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||