BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:46 گرينويچ 2006 ,26 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سويلي افريقاپه کريکت کې استراليا ته ماتې ورکړه
تيکولو
د کينيا تيکولو ٩٨ منډې وکړې د دۀ د هڅې په مټ کينيا زمبابوې ته ماتې ورکړه .
سويلي افريقا استراليا ته په لومړنۍ يوه ورځنۍ لوبه کې چې د سويلي افريقا په سنچيورين لوبغالي کې وشوه د ٦ لوبغاړو په شته والي ماتې ورکړه .

استراليا د ٨ لوبغاړو په سوځيدو ٢٢٤ مندې وکړې چې خورا لږ ښکاريدې .

سويلي افريقا د کپتان گراهم سميت د ١١٩ نا سوځيدلو منډو په مټ دغه هدف په اسانۍ ترلاسه کړ .

څو ورځې وړاندې سويلي افريقا په ٢٠-٢٠ لوبه کې هم استراليا ته ماتې ورکړې وه .

استراليا د کريکټ تر ټولو پياوړې لوبډله لري چې درې ځلې يې نړيوالې اتلولۍ گټلي او په نړۍ کې د پنځه ورځنيو او يو ورځنيو لوبو اول نمبر لوبډله بلل کيږي .

بل پلوپه بولوويو کې کينيا زمبابوې ته په دويمه يوه ورځنۍ لوبه کې پر ٧٩ منډو ماتې ورکړه او روانه لړۍ يې ١-١ مساوي کړه .

په دغه لوبه کې د کينيا تيکولو ٩٨ منډې وکړې . کينيا ټول ټال د ٧ لوبغاړو په سوځيدو ٢٨٤ مندې درلودې چې په ځواب کې زمبابوې د رينک او مېت د پنځوس مندو په مټ تشې ٢٠٥ منډې وکړې او لوبه يې وبايلله .

د يادونې وړ ده چې زمبابوې لومړنۍ لوبه څو ورځې وړاندې گټلې وه . کينيا د کريکټ د پنځه ورځنيو لوبو حق نه دى موندلى خو په يو ورځنيو لوبو کې يې هغه وخت ډير شهرت وموند چې په تيرو اتلوليو کې يې ( ٢٠٠٣ ) ځان تر نيمه پايلوبو ورساوۀ .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت