|
استراليا سويلي افريقا ته ماتې ورکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
استراليا په سډني کې سويلي افريقا ته تر يوې په زړۀ پورې کريکټ لوبې وروسته ماتې ورکړه . له دې بري سره استراليا د پنځه ورځنيو لوبو په لړۍ کې دوه صفر وړاندې دى . د سډني د لوبې اتل د استراليا کپتان ريکي پاونټينگ و . دا د دۀ د لوبيز ژوند سلمه لوبه وه . پاونټينگ په لومړنۍ پاڼۍ کې ١٢٠ او په دويمې کې ١٤٣ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځيد . سويلي افريقا په لومړنۍ پاڼۍ کې ٤٥١ منډې وکړې او ٩ لوبغاړي يې وسوځيدل . په ځواب کې استراليا د ريکي پانټينگ د ١٢٠ منډو په مټ ٣٥١ منډې جوړې کړې . د دې لوبې ډيره برخه د باران له امله ضايعه شوه له همدې امله سويلي افريقا د بري په هيله خپله دويمه پاڼۍ د ٦ لوبغاړو په سوځيدو پر ١٩٦ منډو پرېښوده . استراليا په لږ وخت کې ٢٧٨ منډو ته اړتيا لرله چې د پانټينگ ١٤٣ منډو په اسانۍ دغه موخه ترلاسه کړه . پانټينگ د کريکټ لوبو په تاريخ کې لومړنى لوبغاړى وشو چې د خپل لوبيز ژوند په سلمه لوبه کې يې دوه سل منډې وکړې . | ورسره تړلي نور خبرونه استراليا په کريکټ کې نړيوالې لوبډلې ته ماتې ورکړه05 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||