 | | | له دې بري سره سويلي افريقا د پنځو لوبو لړۍ وگټله |
سويلي افريقا تر يوې په زړۀ پورې لوبې وروسته نوي زيلند ته په دريمې يو ورځنۍ لوبې کې ماتې ورکړه او د دغو پنځو لوبو لړۍ يې تر پای وړاندې وګټله . اوس سويلي افريقا درې صفر په دغې لړۍ کې وړاندې ده . په دريمه لوبه کې چې په پورت الزيبيت کې وشوه نوي زيلند ٢٤٣ منډې جوړې کړې خو د سويلي افريقا لوبډلې په وروستيو شېبو کې د شپږو لوبغاړو تر سوځيدو وروسته دغه هدف ترلاسه کړ . په تيرو دوو لوبو کې هم نوي زيلند ونه شو کړای چې سويلي افريقا ته ماتې ورکړي . د نوی زيلند کريکټ لوبډله د سويلي افريقا د سفر پر وخت له پنځو يو ورځنيو لوبو سره جوخت يوه ٢٠/٢٠ لوبه او څو پنځه ورځنۍ لوبې هم کوي .
|