BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:58 گرينويچ 2005 ,31 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کريکټ لوبو کې استراليا او نيوزيلنډ بريالي شول
استراليايي لوبډله
د استراليا له لورې شين ووان څلور لوبغاړي وسوځول
استراليا له سويلي افريقا سره دويمه پنځه ورځنۍ لوبه په اسانۍ تر هغه وروسته وگټله چې د سويلي افريقا لوبډله په دويمه پاڼۍ کې ايله پر ١٨١ منډو وسوځيده .

په دغې لوبې کې استراليا په لومړنۍ پاڼې کې د کپتان ريکي پانټينگ او هسې د سليزو په مټ ٣٥٥ منډې جوړې کړې .

په ځواب کې سويلي افريقا ٣١١ منډې وکړاى شوې . استراليا دويمه پاڼۍ د اوو لوبغاړو په سوځيدو په ٣٢١ منډو پرېښوده .

په يوې بلې لوبې کې نوى زيلند سرېلنکا ته په يوې ورځنۍ لوبې کې په اسانۍ ماتې ورکړه .

په دې لوبه کې سرېلنکا ايله ١٦٤ منډې وکړې چې نوى زيلند دغه هدف په اسانۍ ترلاسه کړ .

سرېلنکا په تيرو ٨ يو ورځنيو لوبو کې ٧ لوبې بايللي دي .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت