BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:00 گرينويچ 2006 ,15 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سويلي افريقا استراليا ته ماتې ورکړه
استراليا
استراليا په پنځه ورځنيو لوبو کې سويلي افريقا ته دوه صفر ماتې ورکړه .
په استراليا کې د درې هيواديزو کريکټ يو ورځنيو سياليو په ترڅ کې سويلي افريقا استراليا ته د پنځو لوبغاړو په سر ماتې ورکړه .

په دې لوبه کې استراليا لومړى منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې د ٢٢٨ منډو په جوړولو وسوځيدل .

د استراليا له خوا مايک هسي او لي وځليدل . هسي ٧٣ او لي ٥٧ منډې وکړې .

د سويلي افريقا شان پولاک او هال ښه بالينگ وکړ او درې درې لوبغاړي يې وسوځول .

په ځواب کې د سويلي افريقا ډيپنر او باوچر وځليدل . باوچر ٦٣ منډې درلودې او تر پايه ونه سوځيد . ډيپنر په ٧٤ منډو وسوځيد .

په دغو سياليو کې له استراليا او سويلي افريقا سره سرېلنکا هم برخه اخلي .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت