BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:16 گرينويچ 2006 ,19 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هند پاکستان ته يو وار بيا ماتې ورکړه
 سينگ او دوني
يوراج سينگ او مهندرا دوني د پاکستان هر بريد په شا وتمباوۀ او هندوستان يې د يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې بريالى کړ .
د هند کريکټ لوبډلې پاکستان ته خپل سفر پر يوۀ بل بري پاى ته ورساوۀ .

په کراچۍ کې نن د يکشنيبې په ورځ ( د سلواغې ٣٠ د فبروري ١٩ ) هندوستان د پاکستان لوبډلې ته په پنځمې او وروستۍ يوې ورځنۍ لوبې کې په اسانۍ ماتې ورکړه او دغه لړۍ يې ٤-١ وگټله .

پاکستان لومړى منډې جوړې کړې او د ٨ لوبغاړو په سوځيدو يې ٢٨٦ منډې جوړې کړې چې پکې تر ټولو بريالى لوبغاړى يونس خان و هغۀ ٧٤ منډې درلودې او تر پايه نه و سوځيدلى .

د هند له لورې سرسنات ٤ لوبغاړي وسوځول او وځليد . په ځواب کې هندي منډو جوړونکو پاکستاني هدف په اسانۍ ترلاسه کړ .

د هند تش دوه لوبغاړي وسوځيدل چې په هغو کې هم کپتان راوول دراويد ٥٠ منډې کړې وې . راوول دراوويد په دغې لوبې کې د خپل لوبيز ژوند ٩٠٠٠ منډې هم بشپړې کړې چې په يو ورځنيو لوبو کې يې د کلونو په اوږدو کې کړې دي .

خو د هند يوراج سينگ د ١٠٧ منډو په کولو ډير وځليد .

هند به اوس کور ته په ستنيدو له انگلستان سره لوبو ته چمتو والى کوي او پاکستان به د سرېلنکا په لور سفر ته موزې په پښو کوي .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت