 | | | د پاکستان شعيب ملک په يوه ورځنيو لوبو کې ښه وځليد خو لوبډله يې پاتې راغله . |
پاکستان له هند څخه د کريکټ د يوه ورځنيو لړۍ يو وار بيا وبايلله . دا دويم پرله پسې ځل دى چې پاکستان په خپل کور له هند څخه د يوه ورځنيو لوبو لړۍ بايلي . د پنځو لوبو د لړۍ په څلورمه لوبه کې نن د پنجشنبې په ورځ (( د سلواغې ٢٦ د فبروري ١٦ ) هند په اسانۍ بريالى شو . پاکستان چې شاهد اپريدى پکې د ټپونو له امله نه وو ايله په ١٦٥ منډو وسوځيد چې هند د پنځو لوبغاړو په سوځيدو دغه هدف ترلاسه کړ او اوس ٣-١ وړاندې دى . وروستۍ لوبه د يکشنبې په ورځ په کراچۍ کې کيږي .
|