BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:56 گرينويچ 2006 ,11 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هند پاکستان ته په دويمه کريکټ لوبه کې ماتې ورکړه
دراويد
د هند کپتان راوول دراويد ٥٦ منډې وکړې او د برياليتوب بنسټ يې کېښود .
په راولپينډۍ کې هندوستان له پاکستان سره دويمه يوه ورځنۍ لوبه په اسانۍ وگټله او د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ يې يو-يو مساوي کړه .

د پينډۍ په لوبه کې پاکستان لومړى د منډو جوړولو هڅه وکړه خو ونه توانيدل چې د پام وړ هدف وټاکي .

د پاکستان ټول لوبغاړي ايله په ٢٦٥ منډو وسوځيدل چې د هند په څير تکړه لوبډلې ته لوى يا گران هدف نه دى .

د پاکستان له لورې سلمان بټ ٩٥ او په مردان کې زيږيدلي يونس خان ٨١ منډې وکړې .

شاهد اپريدي ١٨ او عمر گل ١٧ منډې وکړې .

د هند له لورې عرفان پټان تر ټولو بريالى و دۀ د پاکستان څلور لوبغاړي وسوځول .

د هندوستان له لورې شيواگ او ټنډولکر په گډه ١٠٥ منډې وکړې . شيواگ د عمر گل په مټ په منډه کې وسوځيد دۀ ٦٧ منډې کړې وې چې ١٠ پکې څلور منډې او يوه هم شپږ منډه وه .

د هند له لورې ټنډولکر ٤٢ ، کپتان راوول دراويد ٥٦ منډې وکړې . دا په يوه ورځنيو لوبو کې د دراويد ٦٧ پنځوس منډه وه او له پاکستان سره يې ١٠ ځل وو چې تر پنځوسو منډو اوښت .

پاکستان لومړنۍ لوبه په پېښور کې په اوو منډو گټلې وه . په دې لړۍ کې لا هم درې لوبې شته .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت