BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:08 گرينويچ 2006 ,01 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان له ١٩ کالو وروسته هند ته ماتې ورکړه
انضمام
د پاکستان کپتان انضمام الحق د کراچۍ په لوبه کې ونه لوبيد ړ د دۀ پر ځاى يونس خان کپتان و خو جام انضمام پورته کړ
پاکستان په کراچۍ کې له هند سره دريمه پنځه ورځنۍ لوبه په ٣٤١ منډو وگټله .

دا د پنځه ورځنيو لوبو په تاريخ کې د پاکستان تر ټولو لوى برى دى .

د کراچۍ لوبه له څو پلوه ريکارډ ماتوونکې وه . دلوبې په لومړۍ ورځ د هند عرفان پټان په خپل لومړني اوور کې د پاکستان درې لوبغاړي سر په سر وسوځول او هيټريک يې خپل کړ چې په پنځحه ورځنيو لوبو کې کله پخوا داسې نه و شوي .

پاکستان په دويمه پاڼۍ کې ٥٩٩ منډې وکړې چې لومړنيو ٧ لوبغاړيو يې هر يوۀ تر ٥٠ ډيرې منډې درلودې دا هم يو نړيوال ريکارډ دى .

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کي ٢٤٥ او هند ٢٣٨ منډې وکړې . کوربه هيواد هند ته تر ٦٠٠ د ډيرو منډو هدف ورکړ چې کله پخوا نه دى ترلاسه شوى .

د هند لوبډله تش په ٢٦٥ منډو وسوځيده . دا برى له ١٩ کالو وروسته د هند په وړاندې د پاکستان لومړنى برى دى .

په وروستي ځل د عمران خان په مشرۍ پاکستان د هند په بنگلور کې هندوستان ته ماتې ورکړې وه .

هند په وروستي ځل په پاکستان کې د پنځه ورځنيو لوبو لړۍ ٢-١ گټلې وه .


نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت