BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:32 گرينويچ 2006 ,06 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پېښور يوه ورځنۍ لوبه پاکستان وگټله
نندارچيان
د پېښور د ارباب نياز کريکټ لوبغالي دباندې په لسگونو نندارچيان منتظره پاتې شول خو لوبغالي ته يې لاره ونه مونده
په پېښور کې د هند او پاکستان ترمنځ د يوه ورځنيو لوبو لړۍ د خرابې هوا له امله بشپړه نه شوه خو د ډک لويس په نامۀ کريکټ قوانينو پاکستان بريالى وبالۀ .

په دغه لوبه کې هند لومړى منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې ٣٢٨ منډو وسوځيدل .

د هند له غاړې سچن ټنډولکر ١٠٠ منډې وکړې چې دا يې په يوه ورځنيو نړيوالو لوبو کې ٣٩مه سل منډه وه .

عرفان پټان هم د هند له لورې ښه وځليد او ٦٠ منډې يې وکړې .

د پاکستان له خوا نويد الحسن ٤ او محمد اصف ٣ لوبغاړي وسوځول .

هند د پاکستان ٧ لوبغاړي وسوځول خو کوربه لوبډلې ٣١١ منډې کړې وې . سلمان بټ ١١١ او شعيب ملک ٩٠ منډې وکړې .

شاهد اپريدي ١٧ او يونس خان ١٨ منډې کړې . يونس خان تر پايه ونه سوځيد .

دا وروسته له ډيره وخته د پېښور په ارباب نياز کريکټ لوبغالي کې نړيواله لوبه وه . د نندارچيانو شميره خورا ډيره وه خو ډيرو شکايت درلود چې د ټکټ لرلو په سر يې هم د لوبې د ليدو چانس ونه موند .

د پاکستان له غاړې شاهد اپريدى ، يونس خان ، ارشد خان او عجب گل ولوبيدل چې څلور سره پښتانۀ لوبغاړي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت