BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:32 گرينويچ 2005 ,11 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هند او سرېلنکا لوبه مساوي روانه ده
مورلى
مورلى مورلىتهرن د هندوستان ٧ لوبغاړي وسوځول
په نوي ډيلي کې د هندوستان او سرېلنکا ترمنځ د پنځه ورځنۍ لوبې په دويمه ورځ هند ناڅاپه خپل اووه لوبغاړي ايله د ٣٦ نورو منډو په کولو له لاسه ورکړل .

د سرېلنکا له خوا مورلي موريلهترن بريالى بالر و دۀ د ١٠٠ منډو په بدل کې ٧ هندي لوبغاړي وسوځول .

د هند له غاړې سچن ټنډولکر د ١٠٩ منډو په کولو تر ټولو وړاندې وو دۀ پرون په پنځه ورځنيو لوبو کې د سليزو ريکارډ هغه وخت ټينگ کړ چې ١٠٠ منډې يې وکړې چې د دۀ د لوبيز ژوند ٣٥ سليزه وه .

خو د هند نور لوبغاړي ونه ځليدل او ټوله لوبډله په لومړنۍ پاڼۍ کې ايله په ٢٩٠ منډو وسوځيده .

د سريلنکا لوبډلې هم ښه ورځ ونه ليده . د ورځ په پاى کې يې ٦ لوبغاړي سوځيدلي وو او لا هم ٩٢ منډې تر هند شاته وو .

د هند له خوا انيل کومبلې ٤ لوبغاړي او عرفان پټان ٢ لوبغاړي وسوځول .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت