|
ټنډولکر د سليزو ريکارډ ټينگ کړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هند وتلي کريکټ ستوري سچن ټنډولکر له سرېلنکا سره په ډيلي کې د يوې پنځه ورځنۍ لوبې په ترڅ کې ١٠٠ منډې وکړې چې دا يې د لوبيز ژوند ٣٥ سليزه وه . ټنډولکر له دغې سليزې سره د خپل هيوادوال سونيل گواسکر ريکارډ مات کړ چې تر دوو لسيزو ډيره موده پر ځاى پاتې وو . د سلمې منډې په ترلاسه کولو ټنډولکر پاس اسمان ته وکتل له سترگې يې يوه اوښکه وبهيده او د لوبې په پاى کې يې وويل چې (( په ژوند کې زۀ ډير لږ احساساتي کيږم خو نن همداسې موقع وه . )) ټنډولکر دغه ريکارډ د خپل ژوند په ١٢٥ پنځه ورځنۍ لوبه کې ټينگ کړ د دۀ هيواد وال سونيل گواسکر په همدومره لوبو کې ٣٤ سليزې کړې وې . اوس په دريم نمبر د استراليا پخوانى کپتان ستيو وواه دى چې په ١٦٨ لوبو کې يې ٣٢ سليزې کړي دي . د ويسټ انډيز براين لارا چې تر ټولو ډيرې منډې لري په ١٢١ لوبو کې ٣١ سليزې لري . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||