|
د انگلستان اتله فوټبال لوبډله تاواني ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د انگلستان د فوټبال د اتلوليو گټونکې لوبډلې – چېلسي ويلي چې د لوبو په تېر پړاو کې يې ٢٥٠ ميليونه ډالره زيان کړى دى چې دا د فوټبال په تاريخ کې سارى نه لري. خو دا کلب چې څښتن يې روس توکمى – رومان ابراموويچ دى وايي چې په دې پيسو کې د کلب په بيا رغاونه شوى لگښت هم راځي او تر ٢٠١٠ کاله به دا زيان بېرته جبران کړي. چېلسي چې د نړۍ د خورا شتمن ليگ اتله ده، وايي د سپورتي سامان آلاتو له خپل چمتو کوونکي سره د تړون ماتولو ورته ٨٠ ميليونه ډالره زيان اړولى او د هغو دوو خورا گران بيو لوبغاړو د لگښت ورکولو چې له کلب نه ووتل، استثنايي گوزار ورکړى دى. لندن مېشتي چلسي لوبډلې په تيرو درو کلونو کې د شاوخوا ٥٠٠ ميليونه ډالرو په ارښت لوبغاړي پېرودلي دي . په دغو لوبغاړو کې د ارجنتاين د کرسپو په څير گول وهونکى هم شامل دى چې له يوې ايټالوۍ لوبډلې د څه باندې ٢٥ ميليونو ډالرو په بدل کې چلسي خپل کړ . د چلسي روزونکى جوزې مرينيو چې د پرتگال اوسيدونکى دى تير کال لندن ته راغي او وار د واره يې د انگلستان د ليگ اتلولۍ ورته وگټلې . دا په ٥٠ کلونو کې د چلسي لومړنى برى و . سږ کال هم چلسي د انگلستان د فوټبال ليگ په مخکښو لوبډلو کې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه د اروپايي فوتبال اتلوليو د غوراوي مهال وېش اعلان شو27 جنوري, 2006 | خبرونه د اروپا د اتلو فوټبال لوبډلو انځوريز رپورټ03 نومبر, 2005 | خبرونه د اروپا د اتلو لوبډلو د اتلوليولوبې وشوې19 اکتوبر, 2005 | خبرونه د اروپا د اتلو فوټبال لوبډلو د اتلوليو انځوريز رپورټ19 اکتوبر, 2005 | خبرونه انگلستان اتريش ته ماتې ورکړه 08 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||