|
اميتابچن د يوۀ اعلان له امله بخښه وغوښته | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هند وتلي فلمي ستوري اميتابچن د سيگريټ څکولو پر ضد د يوې ټولنې له غړو تر هغه وروسته بخښنه وغوښته چې په يوۀ فلمي پوستر کې له سيگريټو سره ښکاره شو . د تمباکو د ختمولو ملي هندي ادارې گواښ کړى وو چې که په ٨ ورځو کې اميتابچن بخښنه ونه غواړي نو محکمې ته به يې راکاږي او تاوان به ترې وغواړي . اوس دغې ادارې د اميتابچن بخښنه منلې ده او وايي پرې خوښ دي . د هند حکومت په ٢٠٠٣ کال کې د تمباکو پر اعلانونو بنديز ولگاوۀ او تير کال يې په فلمونو او تلويزيوني خپرونو کې هم د سيگريټو پر ښکارولو بنديزونه ولگول . د تمباکو د ختمولو ملي هندي ادارې چې په گووا سيمې کې مېشته ده د اميتابچن له خوا ليک ترلاسه کړ چې پکې ژمنه شوې په راتلونکي کې به داسې نه کوي . اميتابچن په ليک کې ليکلي (( ما دا خبره اوس په پام کې نيولې ده او له خپلو پروديوسرانو مې غوښتي دي چې په راتلونکي کې داسې څه ونه شي . )) د تمباکو د ختمولو ملي هندي ادارې ټينگار کړى دى چې اوس به هغه اداره محکمې ته راکاږي چې دغه اعلان يې خپور کړى دى . اميتابچن د هندي فلمونو تر ټولو مشهوره څيره ده چې له تيرو درو لسيزو په فلمونو کې د اتل په توگه ښکاري او په ميليونونو مينه وال لري . دۀ تيره مياشت عمليات وکړل او اوس په خپل کور کې ارام کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||