|
اميتاب بچن داوومې ورځې لپاره په روغتون كې دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بالي وډ ځلانده ستورى اميتاب بچن په ګېډه كې د درد له كبله د يوې اونۍ راهيسې د ممبئ ښار په ليلاوتي روغتون كې له جراحي عمل وروسته تر درملنې لاندې دى . د روغتون چارواكو د بي بي سي اردو څانګې ته وويل چې د ښاغلي بچن روغتيايي حالت له عمليات وروسته مخ په ښه كېدو دى . د روغتون يو وياند ويشالي راجپارا وويل چې د هند د سينما ددغه ستوري حالت مخ په ښه كېدو دى. په دې روغتون كې د تېرې چارشنبې په شپه پر اميتاب بچن جراحي عمل تر سره شو.
هغه ويبياڼې چې د هندي سينما په اړوند خبرونه خپروي وايي چې تېره ورځ ښاغلى بچن د روغتون يو ې ځانګړې خونې ته ليږدول شوى دى . د باليوډ نورو ستورو چې له ښاغلي بچن سره په روغتون كې لېدلي دي خبريالانو ته وويل چې هغه مخ په ښه كېدو دى او په روغتيايي حالت كې يې د په خوا په پرتله ډير ښه والى راغلى دى . په دومره جيګ عمر ( ٦٣ ) او له سلو څخه په زياتو فلمونو كې د كار له كبله لا هم د هغه په كړون كې د پام وړ بدلون نه وو راغلى . په روان ميلادي كال كې هم د هغه يولس فلمونه بازار ته راغلي و او دوه نور فلمونه يې په روانې ميلادي مياشت كې راتلونكي ول .
دده يو شمېر مينه والو د افغانستان په شمال كې راته وويل چې د هغه له ناروغېدو سره سم دغه پروګرام هم د هند په (( پلس سټار )) نومي چينل كې ځنډيدلى دى . تر اوسه پورې ډاكټرانو دا خبره نه ده سپېنه كړې چې د ښاغلي بچن دا رنځ د (( قلي )) فلم د شوټنګ پر وخت (( په كال ١٩٨٨ ميلادي كې)) د هغه په بدن د لګېدلي ټپ سره څه اړيكي لري كنه ؟ د باليوډ يو بل نوميالي ستوري درمندر په ليلاوتي روغتون كې له ښاغلي بچن سره تر كتنې وروسته خبريالانو ته وويل چې (( مشر ورور يې تل پر ناخوالو برى موندلى دى او هيله يې وښوده چې هغه به ډير ژر بېرته خپلې دندې ته ستون شي )) . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||