BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:15 گرينويچ 2005 ,06 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اميتاب بچن د هنر او بريا څلويښتمه كليزه

د بالي وډ ځلانده ستورى اميتاب بچن
ا ميتاب بچن په فلمونو كې له ١٩٧٠ ميلادي كال راهيسې كار كوي
د هندوستان په فلمي صنعت كې د اميتاب بچن څلويښت كاله پوره شول . له سلو څخه په زياتو فلمونو كې د مركزي رول د ترسره كونكي په توګه ښاغلى بچن يو پيژندل شوى سينمايي ستورى دى .

يو ځل هغه له خپلو مينه والو څخه غوښتي وو ، پرته له دې چې يې عمر ته پام وكړي بايد د هغه فلمونه وګوري او په ٢٠٠٥ ميلادي كال كې د هغه يولس خپاره شوي فلمونه ددې خبرې پياوړى ثبوت دى چې د هغه مينه وال لا هم له هغه سره هومره مينه لري . سږ كال د هغه ديارلس فلمونه خپاره شول چې د هغه په څلويښت كلنې كاري موده كې تر ګردو زيات دي .

٦٣ كلن اميتاب بچن د ورځې ١٨ ساعته كار كوي . دى نن هم د باليوډ د فلمونو سر بيره د هندوستان د ټلويزون د ځلانده ستورو له ډلې څخه يو دى .

د ډيرو ټلويزوني اعلاناتو ترڅنګ د هغه نوماندى ټلويزوني پروګرام څوك غواړي چې مليونر شي (( كون بنېګا كروړپتي )) د خلكو تر منځ ځانګړ ى شهرت لري . اميتاب بچن د هندوستان د نوميالي شاعر (( هري ونش رائ بچن )) ځوى دى . ده په كلكته كې خپله دنده پريښوده او ممبئ ته په فلمونو كې د كار لپاره راغى .

٦٣ كلن اميتاب بچن د ورځې ١٨ ساعته كار كوي

هغه په يوه مركه كې ويلي وو چې ممبئ ته يواځې د موټر چلولو له يو لايسنس سره راغلى وو او بس . ده فكر كاوو چې كه په فلمونو كې څوك كار ور نه كړي بيا به ټيكسي وچلوي . ښاغلي بچن په هغه مركه كې زياته كړې وه چې ده په هغه وخت كې ان د اوسېدو ځاى هم نه درلوده .

اميتاب بچن په فلمونو كې له ١٩٧٠ ميلادي كال راهيسې كار كوي . د هغه لومړنى بريالى فلم (( زنجير )) نومېده چې دى يې د شهرت وروستي پوړ ته ورساو . په دې فلم كې ښاغلى بچن د پوليسو د مشر په توګه ونډه لري چې د مور او پلار له وژونكو څخه يې د كسات د اخيستنې په هلوځلو بوخت وي .

په هغه وخت كې د هندوستان ځوان پوړ اميتاب بچن د يو اتل په توګه ومانه او هر چا هڅه كوله چې د هغه په څېر ويښتان ولري ، د هغه په شان تګ وكړي او د هغه غوندې خبرې وكړي .په ١٩٨٢ ميلادي كال كې د (( قولي )) فلم د شوټنګ پر وخت اميتاب بچن ټپي شو نو د هغه په زرګونو مينه وال د هغه روغتون په وړاندې راټول و ل چې ښاغلى بچن په كې بستري وو . د هغه د روغتيا لپاره دوى يواځيني دوعا كونكي نه وو بلكې د هندوستان ټول ولس د هغه لپاره دوعاګانې كولې .

له دې پېښې څخه يو كال وروسته ښاغلي بچن په فلمونو كې له سره كار پيل كړ خو د پخوا په څېر بريالى نه وو . اميتاب په ١٩٨٥ كال كې هغه وخت د سياست ډګر ته ودانګل چې د كانګريس ډلې مشر او د هند په خوانى لومړى وزير راجيوګاندي هغه ته په ټول ټاكنو كې د ګډون بلنه وركړه .

اميتاب بچن د شلمې پيړۍ تر ګردو ښه اداكار وپيژندل شو

اميتاب د ((اله اباد)) له سيمې څخه دغه ټاكنې په اسانۍ وګټلې چې بيا يې ډير ژر استعفا وړاندې كړه ځكه چې پر هغه د مالي فساد تور ولګول شو چې بيا وروسته په زبات شوه چې دغه تور سم نه وو .

اميتاب بچن له استعفا سم لاسي وروسته د (( سټار ډسټ )) مجلې ته وويل چې سياست ته يې په راتګ ستره تېروتنه وكړه چې په راتلونكي كې به يې كله هم تكرار نه كړي .

اميتاب په نويمې لسيزې كې په ډيرو ناكامه فلمونو كې كار وكړ ، له هغې وروسته يې په خپل نوم د فلم كمپنۍ جوړه كړه چې ډير ژر له منځه لاړه او ده ته يې ډير اقتصادي زيانونه ورواړول .

خو له دې وروسته بيا ښاغلى بچن په يو ځانګړې لارې په فلمونو كې وركډ شو او ډير ژر د فلمونو د بريا ضامن شو.

اميتاب بچن د خپل فلمي ژوند په دې دوم پړاوو كې نه يواځې بريالى شو بلكې د هند پر يو ټلويزوني چينل دده پروګرام (( څوك غواړي چې مليونر شي )) د خلكو تر منځ مشهوره شو.

فلمونو ته د اميتاب دوم راتګ دومره له برياوو ډك دى چې نوموړى يې د هندوستان له مصرفو فلمي ستورو څخه ديوه په توګه راڅرګند كړ . اوس نوموړي خپله فلمي كمپنۍ هم بيا پرانستې ده .

اميتاب اوس دا هم وايي چې غواړي په هاليوډ كې هم كار وكړي .خو د يادونې وړ ده چې هغه هر كال د هاليوډ فلم جوړونكو ته د هغوى په فلمونو كې د نه ګډون پلمې كړي دي .

د بي بي سي د خبري ويبپاڼې د يوې څيړنې له مخې چې په ١٩٩٩ كال ميلادي كې تر سره شوه اميتاب بچن د شلمې پيړۍ تر ګردو ښه اداكار وپيژندل شو . خو ښاغلى بچن خپله ټاكنه د كمپيوټر تېروتنه ګڼي او وايي كه له ده وپوښتل شي نو مارلن برانډو به د شلمې ميلادي پيړۍ تر ګردو ښه اداكار وپېژني .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت