BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:22 گرينويچ 2005 ,27 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نړۍ د سيگريټو پر څکولو بنديز لگوي
سيگريټ
سيگريټ د سرطان غوندې د وژونکې ناروغۍ سبب کيږي .
انگلستان د هغۀ بنديز جزييات خپارۀ کړي دي چې وايي په عامه ځايونو کې بايد د سيگريټو له څکولو ډډه وشي .

د نويو قوانينو ترمخه به د انگلستان په رستورانونو ، کاري ځايونو او هغو شراب خرڅونکو ځايونو کې چې خواړۀ خرڅوي د سيگريټو پر څکولو بنديز لگيږي .

دغه بنديز به د ٢٠٠٧ کال له اوړي عملي کيږي . په ټولې برتانيا کې واردمخه په بسونو ،اورگاډو ، سينماو او دفترونو کې د سيگريټو پر څکولو بنديز لگيدلى دى .

تير کال په ايرلنډ کې هم په ټولو رستورانونو کې د سيگريټو پر څکولو بنديز ولگيدۀ .

په ايټاليا کې هم په ټولو عامه ځايونو او رستورانونو کې د سيگريټو پر څکولو بنديز لگيدلى دى .

په هالنډ کې هم سر له تير کاله په ډيرو ځايونوکې د سيگريټو پر څکولو بنديز لگيدلى دى . د هالنډ په عامو تشنابونو ، اورگاډيو او بسونو کې د سيگريټو څکول جرم دى .

د متحدو ايالاتو په ډيرو ښارونو او ايالتونوکې هم پر سرطان پيدا کوونکي دغۀ عمل بنديز لگيدلى دى . اوس په نيويارک کې دا بحث روان دى چې په رستورانونو کې د سيگريټو نه څکولو خو پر سود سودا کوم اغيز نه دى کړى ؟

ناروې سر له تير کاله او سويډن هم د سيگريټو د نه څکولو غوښتنه کړې ده .

په نورو هيوادونو کې کانادا ، اتريش ، کيوبا هم د سيگريټو پر څکولو په گڼو ځايونو کې بنديز لگوي .

خو بوټان د نړۍ يوازينى هيواد دى چې د تمبکو پر سود سودا يې لا بنديز لگولى دى .

د سيگريټو په باب ستاسو نظر څه دى ؟ په افغانستان او پاکستان کې بايد څه ورسره وشي ؟ خپل نظر کيڼ لاسته په بېل شوي ځاى کې راته وليکئ .

ستاسو راغلي بريښناليکونه

احسان الله مهربان
چين
د سيگريټو بنديز ډير ښه نظر دى دا به زموږ راتلونکى کوول غوندي کړي .

قيصر زيب خان
خوست افغانستان
په افغانستان او پاکستان کې بايد د سيگريټو پر جوړونکو او خرڅونکو ماليه ډيره شي چې خلک يې له څکولو لاس واخلي .

افتاب څکنورى
ننگرهار افغانستان
سيگريټ روغتيا ته ډير خطرناک دي .

حبيب الله ظاهر خوگياڼى
ننگرهار افغانستان
که پرمختللي هيوادونه پرې بنديز لگوي افغانستان او پاکستان هم بايد پر دې عمل بنديز ولگوي .

محمد خان ستانکزى
کابل افغانستان
که د نورو هيوادونو غوندې افغانستان او پاکستان هم بنديزونه ولگوي نو په هيله يم چې په څلورو کلونو کې به سيگريټ څکول په دغو هيوادونو کې ختم شي .

فضل ربي ناصري
ننگرهار افغانستان
بايد د سيگريټو په څکولو بنديز ولگيږي .

نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت