BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:58 گرينويچ 2005 ,25 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بلوچستان د ايالتي جرگې د غونډې غوښتنه شوې
کوټه
په کوهلو کې د پوځ تر عملياتو وروسته په کوټه کې د بلوچستان ولايتي جرگې غونډه نه ده کړې .
د بلوچستان د ولايتي جرگې غړو غوښتنه کړې ده چې سم لاسي دې د جرگې غونډه وبلل شي چې په دغه ايالت کې د وروستيو پوځي عملياتو په باب خبرې وشي .

په ولايتي جرگه کې د حکومت مخالفو گوندونو مشر کچکول علي او نورو سياستوالو وويل دغه غونډه بايد سم لاسي راوبلل شي .

د پښتونخوا ملي عوامي گوند پارلماني مشر عبدالرحيم زيارتوال ومنله چې په تيرو وختونو کې د ولايتي جرگې له خوا د دغه ډول عملياتو له غندنې سره څه نه دي شوي خو بيا هم دا د دوى فرض دى چې په داسې پېښو کې ناسته وکړي او که څوک د دوى خبره نه اوري نو د دۀ په وينا به د هيواد پر ضد کار کوي .

وړمه ورځ د سرحد ولايتي جرگې د يوې غونډې په ترڅ کې د بلوچستان د پوځي عملياتو سملاسي ختميدۀ وغوښتل .

د بلوچستان والي د ولايتي جرگې د غونډې لپاره د ٢٠٠٦ کال د جنوري ٢٣ نېټه ټاکلې وه خو وروسته يې بې له کوم دليله دغه نېټه يوه اوونۍ وځنډوله .

داسې باور دى چې په دغې غونډې کې به بلوچستان ته د ولسمشر مشرف د سفر پر وخت د توغول شويو توغنديو غندنه کيږي .

په همدې ترڅ کې د بلوچستان ولايتي جرگې غړي بالاچ مري ويلي دي چې د پاکستاني پوځ په عملياتو کې د دۀ په وينا ٨٠ کسان وژل شوي او تر ١٠٠ ډير ټپيان شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
بلوڅان څه غواړي؟
21 دسمبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت