BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:49 گرينويچ 2005 ,22 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په بلخ کې د يلدا شپه ولمانځل شوه

هندواڼه
خلك ددغې شپې د لمانځنې پرانيسته د هندواڼې په خوړولو سره كوي او په دې پار هندواڼه ماتوي چې د بل كال تر دې ورځې پورې تروتازه وي
يلدا د كال تر ګردو اوږده شپه ده ،چې د بلخ ولايت په مركز مزار شريف كې په ښه درز سره ولمانځل شوه .د مزار شريف د ښار د فردوسي په هوټل كې دغه شپه په خورا شور او خوښيي ولمانځل شوه .

په دې ناسته كې د مزار شريف د فرهنګياليو سربيره ددغه ولايت يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواكو هم ګډون كړى وو. راځئ دا وګورو چې يلدا څه ډول شپه ده ؟

خلك په دې شپه له خپلو ملګرو سره بنډار كوي . سندرې ، شعرونه او غزلې اوروي ، مشاعرې كوي او په ګډه ډوډۍ خوري .

د بلخ پوهنتون استاد محمد صادق اوسيان وايي چې ٥٠ كاله وړاندې دا شپه د مزار شريف د اسديه ديني ليسې په انګړ كې ولمانځل شوه .خو ددغې شپې لمانځنه ديني ،مذهبي يا رسمي بڼه نه لري .

خلك ددغې شپې د لمانځنې پرانيسته د هندواڼې په خوړولو سره كوي او په دې پار هندواڼه ماتوي چې د بل كال تر دې ورځې پورې تروتازه وي .

دا شپه په كال كې يوه ورځ راځي .د مرغومې يا جدي د مياشتې په لومړنۍ شپه لمانځل كيږي .دا شپه د ژمې د پيل او لمر د زيږون په مانا ده .

يلدا سورياني كليمه ده او د زيږون په مانا ده . ځينې تاريخ پوهان وايي چې داشپه له ميلاد څخه ١٠٠٠ يا ١١٠٠ كاله وړاندې د اورپوښتو يا لمر لمانځونكو له دودونو څخه ده او هغوى به دا شپه په ډيره پرتمينه توګه لمانځله .ددوى ګروهه دا وه چې په دغه شپه لمر زيږيږي اوپه درې مياشتو كې لويږي چې بيا پر طبيعت خپلې اغېزې شيندي او بدلون په كې راولي .ښايي ددوى موخه له سپرلي وه .

خو ددې شپې لمانځنه په افغانستان كې دوديزه بڼه نه لري . ډيرى افغانان يې لا له نومه هم خبر نه دي . دا شپه د افغانستان په شمالي ولايتونو ، ځينې مركزي سيمو او هرات ولايت كې لمانځل كيږي . خو ډير خلك په كې ګډون نه كوي ، يوازې د سيمې فرهنګي خلك يلدا په شوق سره لمانځي .

ورسره تړلي نور خبرونه
په پکتيا کې نښتر مشاعره وشوه
11 نومبر, 2005 | خبرونه
د باري جهاني شعر ته کتنه
18 دسمبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت