 | | | په پېښور کې له مياشتنيو او اوونيزو مشاعرو تر څنگ د رحمان بابا کالنۍ مشاعره له ډيره وخته کيږي . |
د افغانستان په پکتيا ولايت کې نن ( جمعه د لړم ٢٠ د نومبر ١١ ) د نښتر په نامۀ مشاعره وشوه . د مشاعرې تنظيمونکي وايي گڼ شمير کسان ورغلي وو او دوى نيت لري چې دغه مشاعره کالنۍ کړي . تر دې وړاندې په ننگرهار کې د نارنج گل، وردگو کې د مڼې گل، زابل کې د بادام گل او کندهار کې د انار گل مشاعرې شوې دي . ځينو کسانو ويل چې د لويې پکتيا په سيمه کې هم د دغه ډول کالنيو مشاعرو اړتيا ليده کيده . د پېښور په ښار کې هر کال د رحمان بابا په زيارت کالنۍ مشاعره کيږي چې د ډيرو په گومان يې په سيمه کې د پښتو شعر په وده کې ونډه لرلې ده . |