BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:43 گرينويچ 2005 ,18 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د خميني د څلوريزو پښتو ژباړه خپره شوه
د ايران د اسلامي انقلاب د لارښود ايت الله خميني د څلوريزو پښتو ژباړه په دې وروستيو کې چاپ شوې ده .

د دغو څلوريزو ژباړونکى عبدالرحمن مواج دى چې څه موده وړاندې يې د عمر خيام څلوريزې هم ژباړلې وې .

دغه دواړه کتابونه په پېښور کې د ايران کونسلټ خپارۀ کړي دي .

د بي بي سي له پېلوزې هنري ادبي پروگرام سره په مرکه کې ښاغلي مواج وويل ايت الله خميني په خپلو څلوريزو کې د خپل سخت دريځه سياست په پرتله بدله څيره ښکاروي .

په يوې څلوريزې کې خميني خپلې انږور ته سلا ورکوي چې له فلسفې ليرې واوسي که نه نو عقيده به يې خرابه شي .

:

ايت الله خميني گڼ شمير غدلونه هم ليکلي دي چې ځينې يې په پښتو ژبه پخوا ژباړل شوي وو .


د څلوريزو بېلگې يې په دې ډول دي

مخ دې شمه شي محفل ته د بيمارو
او ستا ياد ملهم کوگل ته د بيمارو

مرگ بستر ته مو طبيب پشانې راشه
دا ستا ليد حلا مشکل ته د بيمارو

چې د دوست د سيمې لاره کې لا ساه ده
د هغه د لطف تر سيوري مې پناه ده

نشته غم چې لار د تلو راتلو ده خلاصه
نه لرمه که طاعت ، خو مې گناه ده .

د ايت الله خميني ځينې غزلونه په پېښور کې څو کاله پخوا ژباړل شوي وو . ښاغلي مواج وويل دى نيت لري چې که يې وکړاى شول نو دى يې هم غزلونه وژباړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت