|
په فرانسه کې نړيواله مشاعره وشوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د فرانسې د پاريس په سيمه کې، و وال دو مارن Val-de-Marne په ولايت کې د ١٥کالو راهيسې په هرو دوو کالو کې يو وار شاعران سره راټولېږي، د شعر د مينه والو سره ګوري او خپل غږ ور رسوي. سږکال يې اتمه غونډه د نوامبر له ١٦ تر ٢٧(د لړم له ٢٦ د ليندۍ تر٦ ) پورې دوام لري. سږکال ورته ٢٤ فرانسوي ژبي او ١٨ بهرني شاعران راغوښتل شوي. د سږنۍ غونډې بهرني مېلمانه له افغانستان ، المان، الجزاير، ايران، ايسلنډ، اسرايلو، ايټاليې، فلسطين، پيرو، پولينډ، روسيې او ويتنام څخه راغلي دي. د پښتو ژبې زلمی شاعر ښاغلی نذير احمد نذير او د دري ژبې شاعره آغلې عزيزه خوشنصيب په کې د افغانستان استازي دي. په دغو ١٠ورځو کې به په بلوونکي ولايت او د فرانسې په نورو ګڼو ښارونو او ولايتونو کې د ٤٠ غونډو او محفلونو په ترڅ کې مېلمانه شاعران خپل اثار مينه والو ته وړاندې کړي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||